د امریکا د یو میلیارده ډالرو مرستې کمی به د افغان امنیتي ځواکونو له تمویل څخه وي

هغه یو میلیاره ډالر به چې امریکا یې افغانستان سره د مرستو څخه د کمولو خبرداری ورکړی، د افغان امنیتي ځواکونو له تمویل کمیږي. دا خبره د رویټرز خبري اژانس د څو امریکايي چارواکو له قوله کړې ده.
ددې مرستو د کمي خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مارچ په 23 مه کابل ته له سفر وروسته وکړه. نوموړې وویل که افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د نوموړي سیاسي رقیب عبدالله عبدالله سره جوړ رانه شي، دوی به له افغانستان سره یو میلیارډ ډالر کلنۍ مرستې کمې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او نورو امریکايي چارواکو ددې جزییات چې دا مرستې به په کومو برخو کې کمیږي نه دي په ډاګه کړي. خو رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د امریکا په کانګرس کې د دوو سرچینو په حواله وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې هیواد کانګرس ته ویلي چې دا یو میلیارد ډالر به د افغانستان لپاره د پینټاګون له هغه څه باندې څلور میلیارده ډالرو کمیږي چې په کلنۍ توګه د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې درې پر څلور برخه جوړوي.
د کانګرس یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي ” دا نظر چې امریکا دې د افغان امنیتي ځواکونو بودیجه کمه کړي، د امریکا د ملي ګټو خلاف دی.“ دې امریکايي چارواکي استدلال کړی چې دا پیسې په افغانستان کې د امریکا ملاتړ کونکې حکومت ته پکار دي څو د طالبانو مخه ونیسي او هغوی پرې نه ږدي چې د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستو لپاره پراخې سیمې لاندې کړي.
د افغان امینتي ځواکونو سره د امریکا میلیاردونه کلنۍ مرستې تر ډیره د افغان ملي اردو او پولیسو د ملاتړ لپاره په تنخواګانو، خوړو، تیلو وسایلو او ودانیو لګول کیږي.
یو بل امریکايي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې یوازې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا مرسته په دې اندازه ده چې په کلني توګه ترې د یو میلیارد ډالرو د کمولو امکان شته، ځکه له افغانستان سره په ملکي برخو کې د امریکا مرستې په کلنۍ توګه تر یو میلیارد ډالرو کمې دي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې په یو ټول ګډونه حکومت ټینګار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الیس ویلز دفتر په یو ټویټ کې ویلي چې افغانستان سره نړیوالې مرستې په دې توګه دوام نه شي کولی . په دې ټویټ کې ویل شوي چې له افغانستان سره د نړیوالې مرستې په افغانستان کې د یو پراخ او ټولشموله دولت سره تړلي او ” موږ باید افغان مشران د یو داسې حکومتي جوړجاړي په برخه کې مسول وګرځوو
.“
د غني او عبدالله د جوړجاړي هڅې
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه ریس عبدالله ( چې ځان یې خپله ولسمشر اعلان کړی) ترمنځ د جوړجاړي هڅې لا هم روانې دي. په دې برخه کې که څه هم تر اوسه لوی پرمختګ نه تر سترګو کیږي، خو داسې ښکاري چې ترمنځ یې د جوړجاړې هڅې لا په ټپه نه دي دریدلي.
د یکشنبې په ورځ د ولسمشر غني یو سلاکار وحید عمر پر خپل ټویټر ولیکل ” د هیواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رییس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصت رامنځته شي.“
تر دې مخکې یو شمېر پخوانيو جهادي مشرانو او سیاسیونو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې تر یوې مودې دې د نوې کابینې د ګمارونو لړۍ وځنډوي.
په دغه ډله کې پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، دولسې جرګې پخوانی مشر یونس قانوني او د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي شامل دي.
دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ډاکتر عبدالله عبدالله هم غوښتنه کړې چې د جوړجاړي نېټه دې لږ وځنډوي تر څو یوې پايلې ته ورسیږي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د هېواد روان حالاتو ته په کتو د دوی هڅې ښې رواني دي، خو ولسمشر دې د یو څې مودې لپاره د ګمارونو لړۍ ودروي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له تېرې اونۍ د نوې کابینې د ګمارونو لړۍ پیل کړې ده چې تېره ورځ یې محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست اونوماند وزیر په توګه معرفي کړ.
تر دې وړاندې یې د بامیانو والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور، پخوانۍ جهادي مشر عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزیر او د دولت جوړنې د کمپاین مخکښ غړۍ داود سلطان زوی د کابل ښاورال په توګه معرفي کړل.
پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم خبرداری ورکړی چې که له غني سره یې ستونزې حل نه شي نو د خپل اړخه د اعلان کړي ټول شموله حکومت په چوکات کې به خپله نوې کابینه اعلان کړي.
د غني او عبدالله ترمنځ تر اوسه یوازینی پرمختګ د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د یو مرکچي پلاوي په اړه په سلا کیدو کې شوی او ظاهرا دواړه لوري د مرکچي پلاوي په جوړښت سلا دي.
امریکا کې د مرستو کمي سره تړلي نظرونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني چارواکي لاورل میلر چې یو مهال یې د افغانستان د پالیسۍ برخه کې کار کوه وايي ” د افغانستان سره د مالي مرستو څخه د یو میلیارد ډالرو کمی ښايي وخت ونیسي چې احساس شي، خو دم ګړۍ به دا د افغانستان د امنیتي ځواکونو عملیات او مورال ژوبل کړي.“
میلر چې اوس د کړکیچ د نړیوالې څیړونکې ډلې سره کار کوي زیاتوي، د مرستو دا کمی به همدارنګه طالبان د سولې په خبرو کې له برلاسه د خبرو پیل ته وهڅوي.
د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لا هم دا نهايي شوې نه ده چې د افغانستان سره یو ملیارد ډالر مرستې له کوم ځایه کمې شي. دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دا هم ویلي چې په پینټاګون کې په دې اړه چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو دې مرستې کمې شي پراخه انديښنه موجوده ده.
د امریکا د دفاع وزارت دې چارواکي زیاته کړې” موږ له زړه دا نه غواړو. “ خو دا یې منلې چې د افغان امینتي ځواکونو سره د امریکا د مرستو کلنۍ اندازه یوازینی داسې مرسته ده چې واشینګټن ترې یو میلیارد ډالر کمولی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ