د پاکستان ستره محکمه: نواز شریفه! وروستی ځل دې دی، ځان تسلیم کړه

خبریال: فضل الله فضلي
د ټایمز آف انډیا د راپور له مخي تېره ورځ د پاکستان ستري محکمې یو ځل بیا پر نواز شریف ږغ کړی، چي پاکستان ته دي ور وګرځي او نور دي ځان تسلیم کړي.
نواز شریف تېر کال د نوومبر په میاشت کي د پاکستان څخه لندن ته د درملني لپاره ولاړ.
نوموړی په محبس کي د بند پر مهال په ناروغۍ اخته سو او بیا پاکستاني حکومت هغه ته د درملني لپاره بهر ته د انتقالېدو اجازه ورکړل.
خو تېره ورځ یو ځل بیا د پاکستان ستري محکمې ددې هیواد پر پخواني لومړي وزیر نواز شریف ږغ وکړ، د رواني سپټمبر میاشت تر لسمي نېټې دي ځان تسلیم کړي.
نوموړي ۴ اونۍ بهر ته د تداوي لپاره د تګ اجازه اخیستې وه او اوس هم د نوموړي وکیل خواجه حارث ویلي چي د نواز شریف حالت لا نه دئ سم او نسي کولای چي پاکستان ته وګرځي.
نواز شریف چي د پاکستان درې ځلي لومړی وزیر پاته سوی، د وروستي وزیر عمران خان د راتګ سره سم، پر هغه باندي د فساد تورونه ولګول سول او ۷ کاله د بند سزا ورکړل سول.

نوموړي یوازي ۱۲ میاشتي په بند کي تېري کړې او له هغه وروسته د بدن د داخلي سیسټم د خرابوالي له امله لندن ته د تګ او هلته د تداوي اجازه ورکول سول.
بلخوا نواز شریف د حکومت لګول سوي تورونه په وارو وارو رد کړي او دایې دده پر وړاندي دسیسې بللي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.