کلتور او هنر له نړۍ

پیزا برج؛ د ایټالیا مشهور منار

لیکنه: ياران

لیکنه: عایشه حیدري

کله چې د پیزا نوم اورئ نو فکر به کوئ چې موخه خواړه دي، خو مونږ په دې لیکنه کې د خوړو په اړه نه، بلکې د پیزا په نامه د یوه مشهور برج یا منار په اړه غږېږو.

پیزا کوږ برج (Leaning Tower of Pisa) د ایټالیې له مشهورو منارونو څخه دی، چې دغه هېواد ته د ورتلونکو ډېری ګرځندویانو پام یې ور اړولی دی. پیزا برج چې په ایټالیوي ژبه کې یې (Pisa Torro pendente di ) بولي، د ايټالیې په د پیزا ښار کې ودان شوی دی، د پیزا برج د ودانولو چارې د ۱۱۷۳ زېږدیز کال د اګسټ د میاشتې په ۹مه نیټه د (ډیوتیسالوي) نومي، پیاوړي معمار له لوري پیل شوې، خو د رغونې د کار له پیل څوکاله وروسته چې یوازې درې پوړه یې ودان شوي وو او ۱۲ متره لوړ والی ې درلود، دغه منار کې کوږوالی را څرګند شو چې له امله یې د رغونې چارې تر ۱۰۰ کلونو پورې په ټپه ودرېدې.

په ۱۲۳۴ زېږدیز کال کې له بل پیاوړي معمار (بونانو پیزانو) څخه وغوښتل شول تر څه در برج د رغونې چارې بشپړې کړي، دغه معمار د برچ څلورم پوړ ودان همداسې کوږ حالت کې ودان کړ او کار یې نمیګړی پرېښود. وروسته بل معمار په داسې حال کې د برج د ودانولو چارې پیل کړې چې د برج اصلي بنسټیزه ستنه له نوره په کږېدو وه. انجنیرانو د برج د کږېدو د مخنیوي په پار د برج یو اړخ له بل څخه لوړ کړ، خو ګټه یې و نه کړه او په ۱۲۸۴ زېږدیز کال کې یې کار بیا په پټه ودرېد. په ۱۳۱۹زېږدیز کال کې یو ځل بیا د برج د رغونې لپاره مټې را بډوهل شوې، بل معمار چې جوواني پیزانو نومېده د رغنیزو چارو مشري په غاړه واخیسته، او تر ۱۷۶کلن ځنډ وروسته په ۱۳۵۰ زېږدیز کال د ۷ پوړونو تر ودانېدو د دغه ۵۶،۷۰ متره لوړ برج رغنیزې چارې بشپړې شوې.

د په ۱۱۷۳ کال کې د پیزا برج د کار رغنیزو چارو له پیل څخه د شاوخوا ۸۵۰ اوښتي، له هغه مهال تر اوسه هره ورځ د برج په کوږوالي کې زیاتوالی راغلی دی او تر اوسه کابو ۲،۴ متره له خپل اصلي بنسټ څخه کوږ شوی دی، د دغه کوږوالي ۳۰ سانتي متره یې په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې رامنځته شوی دی. له بل لوري د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د برج شاوخوا له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو بمونو چاودنې او تر ۱۰۰ ډېرو زلزلو لا هم دغه پر ملا کړوپ برج نه دی را نسکور کړی. د  پیزا برج کلنۍ ۲،۸۰ سانتې متره د کږېدو کچې ته په پام سره پخوا داسې داسې وړاندوینه کېده چې تر ۲۰۸۰زېږدیز کال پورې به دغه برج ونړيږي.

جوړښت:

پیزا برج له سپین رنګه مرمر څخه جوړ شوی دی او په ښکلو څراغونو سمبال شوی چې د شپې له خوا یې ښکلا څو واره زیاته کړې ده، دا برج د شاوخوا ۵۵ متره لوړوالي سره اته پوړه لري، بهرنی قطر یې ۱۶ متره، دنننۍ قطر یې ۷ متره او دیوالونه یې ۴ متره پېړوالی لري. وزن یې ۱۴۵۰۰ ټنه دی او ۳،۵ ټنه وزن لرونکی زنګ د برج له سر نه را ځوړند شوی دی. جالبه یې لا دا ده چې دغه برج یواځې یوه لوري ته نه دی کوږ شوی، بلکې وخت پر وخت کله شمال لوري ته، کله سویلي لوري ته او کله هم لویدیځ لوري ته کوږ شوی دی، او د کږېدو لوی لامل یې د برج لاندې ځمکې نرموالی دی.

د برج نړېدو د اندېښنو له امله انجنیران اوس په دې لټه کې دي چې د برج د نړېدو د مخنيوي لپاره لارې چارې ولټوي، او تر ډېره بریالي شوي هم دي. اوس ویل کېږي چې ایټالیا به د درې نورو پېړیو لپاره د پيزا برج کوربه وي او ګرځندویان به یې لیدو ته ورځي.

پیزا برج د یونسکو د فرهنګي میراثونو برخه:

په کال ۱۹۸۷ کې د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او تعلیمي ادارې (یونسکو) د پیزا برج او ورڅېرمه کلیسا د یونسکو د نړیوالو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل کړل، چې په دې سره پیزا برج د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي، او تعلیمي ادارې یا یونسکو تر ځانګړې پاملرنې لاندې راغی. په کال ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د برج د نړېدو د وېرې له امله د برج سیمه د ګرځندویانو پر مخ وتړل شوه خو په ۲۰۰۱ کې بیا بېرته د پیزا برج لیدو ته د ګرځندویانو ورتګ ته اجازه ورکړل شوه. اوس مهال برج د نړېدو وېره ډېره کمه شوې ده او ساتونکې ډله یې د نه نړېدو خبره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ