خواړه روغه سټه

په پیشلمي کې څه وکړو، څو سبا تږي نه شو؟ ۵ لارښوونې

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

د ښې روغتیا لپاره، صحي او ګټور خواړه ډیر اغیزمن تمامیږي، خو په پیشلمي کې چې کوم خواړه خورئ ورته پوره پاملرنه په کار ده، ځکه چې ورځې اوږدې دي.

روژه لرونکي کسان باید داسې خواړه په پیشلمي کې وخوري چې د سبا لپاره له ولږې سره مخ نشي، تر څو له انرژۍ ډک فعالیت ولري.

دلته درته د ځینو خوړو په اړه معلومات درکوو، چې کولی شئ په پیشلمي کې ترې استفاده وکړئ:

۱- د پیشلمي لپاره وریجې په زیتونو غوړو کې پخې کړئ، له ۱۰ تر ۱۲ قاشقي وخوړئ، دا خواړه درسره مرسته کوي چې سبا ته د ولږې احساس ونه کړئ.

۲- دا چې د ورځې په جریان کې د روژه تي د بدن اوبه کمې او تندې سره سره د ولږې احساس ونه کړي، نو په پیشلمې کې دې له تازه او پخو ترکاریو نه استفاده وکړي.

۳- لبنیات چې د انسان د هډوکو په فعالیت کې پوره مرسته کوي. که چیرې په پیشلمې کې اشتها لرئ چې خواږه خواړه وخورئ، نو کولی شئ چې له شېدو، مستو، پنیر، قیماق او مسکې نه هم استفاده وکړئ، ځکه بدن ته انرژي ورکوي.

۴- تازه او وچه میوه په هر وخت کې ګټه لري، خو که په پیشلمي کې تازه میوه یا هم طبیعي جوس وڅښئ، نو د تندې د مخنیوي سربیره به، د ولږې احساس هم ونه کړئ.

۵- په پیشلمي کې ګازلونکي څښاک، مساله داره خوړه، تازه پیاز او هوږه مه خورئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران