سفر

هغه رازونه چې الوتکه چلوونکی نه خوښوي تاسې پرې پوه شئ!

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

په هره دنده او مسلک کې، رازونه شتون لري چې یواځې د هغې دندې څښتنان پرې پوهېږي او په عامه اصلاح هغوی ته (فن کار) ویل کېږي. له کومه ځایه چې نن ورځ سفر کول دننه او بهر له هېواد څخه ډېر او پرمختګ په حال کې دی، هغه وسیله چې سفر پرې کوو خپل اهمیت له مخکې وړاندې څرګندوي. الوتکه یو له هوسا، چټکې او امنې وسیلې په توګه د حمل و نقل له ډېرو خوښوونکو، درلودونکې دده. اړینه ه په اړه یې ډېر پوه شو! په دې منځ کې، ځینې رازونه او حقیقتونه شته، چې یواځې الوتکه چلوونکي« پیلوټان» ترې خبر دي د ډېرو پوښتنو او ګروېږنو څخه وروسته یو شمېر رازونه چې معلومات یې په اړه څرګند شوي تاسې سره شریکوو.

۱: د تندر او برښنا سره مقاومت

په هوایي سفرونو کې شاید تر اوسه د دې پدیدې سره مخ شوي اوسئ، تاسې په الوتکه کې څو زره مټره له ځمکې لوړ په څوکۍ ناست یئ، ناڅاپه وېروونکی غږ اورئ یوه رڼا او وروسته …. هر څه پای مومي. مه وارخطا کېږئ، پیلوټان د سفرونو په اوږدو کې ډېر ځله له دې حالت سره مخ شوي او په بشپړه توګه یې روزنه لیدلې، نو د دې سره هغوی پوهېږي څه وکړي. سر بېره پر دې، الوتکه هم په بشپړه توګه په امان او داسې جوړېږي، چې پدې ډول حالاتو کې هېڅ ډول زیان نه ویني.

۲: له الوتکې ډارېږئ، نو سهار پررواز وکړئ

که له هغې ډلې یاست چې د الوتکې ټکانونه مو ډاروي، وړاندیز کوو وروسته له غرمې الوتنه مه ټاکئ، ځکه وروسته له غرمې د تندر او برښنا احتمال ډېر وي په داسې حال کې چې د هوا څرنګوالي له مخې، سهار له دې امله، د سفر او پرواز لپاره غوره وخت دی.

۳: که مو ډېره ګرمي کېږي په مخکې قطار کې کېنئ

ځرګنده شوې، چې په الوتکه کې د هوا جریان له مخکې د وروستیو قطارونو په لور دی. نو په دې اساس که له هغې ډلې یئ چې ژر او ډېره ګرمي مو کېږي، باید پوه شئ چې د الوتکې وروستۍ برخه ډېره ګرمه ده، نو په لوړیو قطارونو کې کېنئ.

۴: د موبایل کارول؟ هېڅکله هم نه

تر اوسه مو په دې اړه فکر کړې چې ولې له تاسې غوښتنه کېږي چې موبایلونه مو ګٔل کړئ؟ فکر وکړئ ډېر شمېر خلک په الوتکه کې د موبایل کارول پیل کړي دي. بده پېښه، د څپو تداخل دی چې رامنځته کېږي، په حقیقت کې پیلوټان د څپو تداخل ته اندېښمن وي. تر کومه چې کولای شئ له هېډ فون خم کار مه اخلئ، ځکه په دې صورت کې هغه پېښې چې ممکن پېښې شي نه خبرېږئ.

۵: که د الوتکې ماشین پر هر دلیل له کاره ولوېد، تاسې به ترې خبرنشئ

الوتکې معمولا له یو څخه ډژر ماشینونو څخه جوړې شوي، که چېرې یو له دې ماشینونو څخه خراب او کاره ولوېږي، یو پيلوټ هېڅکله تاسې له دې موضوع نه خبروي! کېدای شي ووایي جزیي ستونزه پېښه شوې یا هم هېڅ ونه وایي! مګر د اندېښنې ځای نه دی یوه الوتکه حتی له یوه ماشین سره هم کولای شي ښه الوتنه ولري.

۶: د مسافرو ځنډ کوم اهمیت نه لري

په الوتکه کې سفر د موټر، قطار یا نورو وسایلو د سفر سره ډېر توپیر لري، په الوتکه کې دا موضوع چې الوتکه په وخت حرکت وکړي، هم د پیلوټ او هم هوایي کرښو لپاره ډېر اهمیت لري. نو له دې امله که چېرې ۱۰ تنه مسافر هم د پرواز تر وخت ونه رسېږي، نو بیا هم د الوتکې پر وخت الوتنې ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.