ټولنیز ژوند ژوند بڼه سینما او موسیقي طبیعت

که غواړئ چې انځورونه مو ښکلي راشي، نو دغو ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

تر اوسه به مو دې ته پام شوی وي چې ډېری خلک په ځانګړي ډول مېرمنې دې ته اندېښمنې وي، چې اخیستل شوی انځور به یې څنګه وي، ښکلی به وي او که بدرنګ؟ کله چې تاسو د دې ډول کسانو انځورونه اخلئ، نو ستاسو به دې ته پام شوی وي چې دوی له انځور اخیستنې وروسته غواړي ژره تر ژره خپل انځور وويني. تر څو پوه شي چې دا انځور څه ډول راغلی؟

دا پېښه ډېری وخت هغه مهال مخ ته راځي چې دغه کسان انځور اخیستونکی نه پېژني او له هغه سره د ارامتیا احساس نه کوي. په نننۍ لیکنه کې غواړو د پورتنیو ستونزو د هوارۍ په تړاو تاسو ته ځینې لارښوونې وکړو. لیکنه تر پایه ولولئ او د لاندینیو حل لارو په عملي کولو سره، په ډاډه زړه عکسونه واخلئ!

لومړی؛

د انځور کښلو پر مهال د رسټورانټ او یا هغه ځای کې چې تاسو عکس اخلئ رڼا ته پام وکړئ، ځکه چې په داسې ځايونو کې رڼا په مستقیمه بڼه ځلېږي او د مخ د پوستکي نامطلوبه او د سترګو لاندې تورې برخې ښکاره کوي. خپل مخ د روښنايي خواته او یا هم د لمر پر لوري ونیسئ، تر څو د سترګو توروالی مو له منځه لاړ شي او تاسو ځوان ښکاره کړي.

دوم؛

د مشهورو څېرو په څېر ودرېږئ، ډېری موډلان او مشهورې څېرې چې کله انځورونه اخلي نو خپله خیټه دننه، اوږې شاته او خپل بدن نېغ او له کړوپ‌والي څخه ساتي. دوی تل هڅه کوي چې کمرې ته مخامخ ودرېږي تر څو له انځور اخیستونکي سره نږدې وي او عکس یې ښکلی او صفا راشي. د نړۍ ډېری پېژندل شوې څېرې د انځور اخیستنې پر مهال له همدغو لارو کار اخلي.

درېیم؛

کوښښ وکړئ وړاندې له دې څخه چې عکس واخلئ، مناسب سینګار وکړئ. د سینګار له هغو توکو ګټه واخلئ چې روښانه رنګونه ولري. ځکه روښانه رنګونه په انځور کې د انسان څېره شفافه ښکاروي.

څلورم؛

کله چې غواړئ په ناستې انځور واخلئ، خپل انځور اخیستونکي ته ووایئ چې له پورتنۍ زاويې څخه ستاسو انځور واخلي. ځکه کله چې په دغه حالت کې کمرې ته مخامخ راشئ، ستاسو انځور ډېر ښکلی ښکاري.

پنځم؛

کله چې په ولاړې انځور اخلئ خپل انځور اخیستونکي ته و وايئ چې ستاسو عکس له ښکتنۍ زاويې څخه واخلي. تر څو په انځور کې لوړ او ډنګر ښکاره شئ.

شپږم؛

هڅه وکړئ ډېرې ازادې جامې وانه غوندئ. ښه به دا وي چې په ځان برابرې جامې او یا هم داسې جامې واغوندئ چې سر یې تنگ او لاندې ورو ورو ازاده شوې وي.

اووم؛

هڅه وکړئ چې د انځور اخیستنې پرمهال له ټيټو بوټونو څخه ګټه واخلئ. هر څومره چې ستاسو د بوټونو تلی لوړ وي همدومره چاغ او ټيټ او هر څومره مو چې د بوټانو تلی ټيټ وي تاسو لوړ او ډنګر ښکارئ.

اتم؛

که غواړئ ډله‌ییز انځور واخلئ، ټول په يوه منظمې کرښې ودرېږئ. او د هغو کسانو په څنګ کې ودرېږئ چې ستاسو ونه ورسره برابره او یا لږ توپیر ولري. همدارنگه په دا ډول انځورونو کې هڅه وکړئ چې له کمرې څخه د خپلو نورو ملگرو په پرتله ډېر لرې ودرېږئ.

نهم؛

کله چې تاسو ډله‌یيز انځور اخلئ او تاسو ته ويل کېږي چې (Cheese) ووایئ. هېڅکله دغه کلمه مه کاروئ. د دغې کلمې پر ځای د (Money) کلمه چې د پيسو معنا ورکوي ووايئ. ځکه د (Cheese) په ويلو سره ستاسو خوله ډېره خلاصېږي او که چېرې (Money) ووايئ شونډې مو پورته خواته ځي. او څېره مو يوه نوې ښکلا ترلاسه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ