اپریل 11, 2021

د فلسطين د علماوو مشر: په افغانستان کې روانه جګره ناروا ده

Advertisements
راپور: نسيمه محمدي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پنجشنبه ٢٦م د نوامبر د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره وويل، چې شېخ عکرمه صبري د “القدس جومات” امام او د ديني علماوو رييس د افغانستان روانه جګړه نامش وع اعلان کړه.
په دغه اعلاميه کې، د فلسطين د ديني علماوو رييس، په اردن کې د افغانستان سفارت د يوه انځوريز پيغام په استولو سره، د افغانستان اوسنۍ جګړه د “سوره النساء د ٩٣ آيت” څخه په استناد نامشروع بللې ده.
د فلسطين د ديني علماوو رييس ويلي دي: ” په افغانستان کې د مسلمانانو وژنه روا نه ده او هغه ډلې چې په وژنه لاس پورې کوي، بايد خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي، نه د خلکو په وژنو سره.”
وړاندې هم د اسلامي علماوو د نړيوالې ټولنې رييس او همدارنګه، د بنګله ديش مفتي افغان جګړه حرامه ګڼلې وه او ټينګار يې وکړ، چې دا جنګ شرعي جواز نه لري.
د يادونې وړ ده، چې په وروستيو اونيو کې په افغانستان کې جګړو کچه لوړه شوې ده، چې له امله يې سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي