ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه ژوند بڼه

پسته او خوراکي ارزښت یې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم ارحمن ناصري

کله چې د ښو خوړو په هکله فکر کوئ، د ډېری خوراکي موادو نوم مو څو څو ځله په ذهن کې راګرځي. هغه چې ممکن ډېر به مو د هغې په اړه نه وي اورېدلي، همدا کوچنۍ پسته ده، خو غلط نشئ! پسته هغه څه چې د وجود لپاره یې کولای شي ډېره اغېزلرونکې ده او له نورو ښو خوړو سره چې تل ورته تبلیغ کېږي سیالۍ کوي.

دقیقاً پسته څه شی ده؟

پسته یو مغز نه، بلکې یوه مېوه ده، مانا دا چې لومړنۍ عجیبه مسئله ده. بهرنی پوښ یې پسته د یوه مغز په شان ښکاروي او هغه څه چې خورئ هغه یې دنننۍ ژیړ رنګه دانه ده. دا دانه هماغه برخه ده چې ټول خواص او ګټې لري. راځئ چې د پستې ګټو ته یوه کتنه وکړو.

د زړه له روغتیا سره مرسته

په لومړۍ درجه کې پسته د وجود د کلسترول په کنټرول کې اغېزلرونکې ده. یانې کولای د کلسترول
کچه راښکته کړي. دا یوه ډیره ښه ځانګړنه ده، ځکه چې اجازه ورکوي LDL کلسټرول کچه لوړه کړي او د بد کلسټرول وینه په رګونو کې ډېره په آسانۍ وګرځي او غوړ یې د بندېدو لامل نشي.

د التهاب ضد

آنتي اکسیدان لري. E ویټامین A تازه پسته د التهاب ضد ځانکړنه لري چې لامل د ویټامین د زړېدلو ضد ځانکړنه ده. پسته په ډېره کچه آنتي اکسیدان لري او د همدې لپاره کولای شي د زړښت له ځینو علایمو څخه مخنیوی وکړي.

د جنسي قوت پیاوړتیا

پسته کولای شي په نارینه کې جنسي قوا لوړه کړي، په یوه څېړنه کې چې پر څو نفرو باندې شوې، جوته شوه چې په ورځنۍ کچه د ۱۰۰ ګرامه پستې مصرف کولای شي چې جنسي پیاوړتیا زیاته کړي. ولې پسته داسې اغېز لري؟ ویل یې ستونزمن دي، په هر حال کېدای شي په پسته کې له موجوده غوړو او مګنیزیم سره اړیکه ولري چې دواړه د تستوسترون په زیاتوالي کې رول لري.

د اوسپنې له جذب سره مرسته

تازه پسته په ډېره کچه مس لري چې له خوړو څخه د اوسپنې جذب ډېروي. دا خاصیت د هغو ښځو لپاره چې د اوسپنې له میاشتني کمښت سره مخ دي ځانکړی اهمیت لري. دا خاصه د هر هغه کس لپاره ګټوره ده چې د وینې له کمښت سره مخ وي.

پسته د لوئتین لرونکې ده چې د سترګو د روغتیا لپاره په ځانګړي ډول په جګو عمرونو کې مهمه ماده ده. لوئتین داسې یوه ماده ده چې دژنراسیون ماکولا ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ