خواړه

پېشلمي کې څه وخورو او څه ونه خورو؟

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: نسیمه محمدي

پېشلمی څه وخورو؟ دا پوښتنه د ډېری کسانو سره ده چې د روژې میاشتې روژه نیسي. پېشلمې په دغه مبارکه میاشت کې یو له اصلي د خوړو وخت دی چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي. په حقیقت کې پېشلمی هماغه سبا ناری دی چې په عادي ورځو کې وي. هر څه چې سبا ناري کې خورئ په پېشلمي کې وخورئ . همدارنګه مېوه او ترکاري هم په پشلمي اضافه کړئ. ځيني کسان وایي چې پېشلمي کې څه نه خورو چې چاق نشو چې په بشپړ ډول اشتباه ده، تاسې په هماغه اندازه چې سبا ناری خورئ پېشلمې وکړئ نو نه چاقېږئ؟

پېشلمي کې څه وخورو؟

په پېشلمي کې کولې شئ ۲-۳ ټوټې ډوډۍ، پنېر او خرما وخورئ. سړه ډوډۍ تر ټولو ښه ده. دا ډول خواړه ډېر سپک او انرژي لرونکي دي چهار مغز هم ورسره اضافه کولای شئ.

همدارنګه د چرګ یا ماهي غوښې یوه ټوټه د یو بشقاب د کاهو سالاد سره مناسب خواړه دي. البته د وریجو څخه هم ګټه اخېستلای شئ. خو هغه کسانو چې له روژې مخکې وريجي سبا ناري کې نه وي خوړلي نو کولای شي په پشلمي یې هم ونه خوري.

پېشلمي کې هېڅکله مالګې او ډېر غوړ څخه استفاده مکوئ. ځکه نه یواځې د چاقېدو سبب ګرځي، بلکه ستاسې تنده د ورځې په جریان کې ډېر وي. قندي او خواږه مواد او کاربوهایدریت هم همدا کړنه تر سره کوي. هڅه وکړئ قندي او خواږه خواړه په مناسبه اندازه په روژه کې وخورئ.

بیا هم تاکيد کوو چې پېشلمی هماغه سبا ناری دی. نو کله چې کومه اندازه وریجې یا ډوډۍ سبا ناري کې خورئ په پېشلمي کې وخورئ، فرق نه کوي، سالاد خوړل په پېشلمي ګې ډېر ګټور دي او کولای شي ستاسې د وجود اوبه پوره کړي.

ډېری خلک وایي مونږ په پېشلمي کې خوړلو ته اشتها نلرو. پېشلمی څه وخورو؟ حل لاره دا ده چې په یوه وخت ډېر حجم لرونکو خوړو پر ځای کم حجمه او ډېر انرژي لرونکي خواړه وخورئ. حلیم یو له دې څخه دی. همدارنګه د لبنیاتو یا مېوې خوړل د پېشلمي څخه مخکې ستاسې د اشتها په خلاصېدو کې مرسته کوي.

په پېشلمي کې fast food(ژر پخېدونکي خواړه) مه خورئ. ځکه د ورځې په جریان کې مو تنده ډېروي.

اوبو ته د تازه لیمو سره طعم ورکړئ او وڅښئ. اوبه له ټولو څښاکونو څخه د پېشلمي لپاره غوره دي.

ګاز لرونکي نوشابې مه څښئ. ځکه نه یواځې دا چې تنده نه ماتوي بلکه د ادرارو په تولیدېدو سره د بدن اوبه دفع کوي.

په پېشلمي کې پیاز او هوږه مه خورئ چې د ورځې په جریان کې مو خوله بوی کوي او تاسې بې د له منځه وړلو لپاره څه نشئ کولې.

د مېوې خوړل، سابه او لبنیات په پېشلمي کې توصیه کېږي چې د تږي کېدو او وږي کېدو لپاره ګټور دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران