هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
لوبې

شاهد افریدی له پېښور زلمي ټیم بېل شو

د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړي شاهد افریدي د پېښور زلمي کرکټ ټیم څخه د خپل بیلتون اعلان کړی دی.

د ټوییټر په یو پیغام کې شاهد افریدي ویلي چې د شخصي دلایلو له کبله یې دا پریکړه کړې. دا لا څرګنده نه ده چې د نوموړي شخصي دلایل څه دي، خو په خپل پیغام کې یې ویلي چې د پېښو زلمي کرکټ ټیم ته ښې هیلې لري او تر کومه ځایه چې په پېښور کې دده د مینوالو خبره ده نو چې دا چیرې هم ولاړ شي مینه وال یې ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې پېښور زلمي کرکټ ټیم د پاکستان د کرکټ په کورنیو سیالیو ( پاکستان سوپر لیګ ) کې د ۲۰۱۷ م کال د سیالیو اتلولي وګټله او افغان ولسمشر اشرف غني له دې بریا وروسته کابل ته د ورتګ بلنه ورکړه.

د پاکستان د کورنیو سیالو په فاینل کې پېښور زلمي د کوټې له ټیم سره مخ و چې شاهد افریدي په کې د ټپي کیدو له کبله ګډون ونه شو کړی.

په ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان د کورني کرکټ په لوبو کې شاهد افریدي د پېښور زلمي کیپټان و.

شاهد افرید په یو ورځنیو لوبو کې ۳۹۸ ځلې د پاکستان استازیتوب کړی چې په کې یې په اوسطه توګه ۹۸ ځلې د پاکستان استازیتوب کړی چې په کې یې په اوسطه توګه ۲۳ عشاریه ۵۷ منډې جوړې کړي دي او په مجموع کې ۸۰۶۴ منډې جوړوې او ټولې ۳۹۵ ویکیټې اخیستي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */