- ژباړه: بشر درویش
د اندونیزیا کیپو کلي کې یوې ډلې خلکو ځانونه د پيریانو په شان جوړ کړي، سړکونو او کوڅو ته راوتلي څو خلک له ډاره بهر ونه ووځي او په خپل کور کې له کرونا وژغورل شي.
دا خلک په یو ناڅاپي ډول سړکونو ته راووځي، د پيریانو غوندې عجیب یې ځان جوړ کړی وي، خلک یې له ویرې سړکونو ته نه راووځي او قرنطین مراعتوي.
د یاد کلي د ځوانانو د یوې ډلې مشر انجار پانکانینګایس وايي، ددوی هدف دا دی چې خلک له ویرې له کورونو کوڅو، سړکونو او میله ځایونو ته راونه ووځي، څو خوندې پاتې شي او له کرونا ویروس وژغورل شي.
له پولیسو سره همغږي
هغه وايي:
«په دې اړه مو له پولیسو سره هم همغږي کړې، څو له همداسې یوه نوښته کار واخلو، ټولنیزه فاصله پر خلکو مراعت کړو او ویې ویروو، چې له کوره د باندې هسې او چکر لپاره ونه ووځي او بچ شي.»
دا کسان په تک سپين کفن کې تاو وي، پر مخ یې سپین پوډر وهلي وي، سترګې یې له خپل طبعي حالت نه بدلې کړي وي، کلک تاو وي، نه ښکاري چې لاسونه او پښې یې شته کنه، چې دا حالت خلکو ته ویروونکی وي.
منفي او مثبته پایله
کله چې روانه میاشت د ځوانانو ډلې دا نوښت پيل کړ، اول کې پایله منفي وه، ځکه ددې پرځای چې پر کور پاتې شي، ددې لپاره هم بهر راوتل چې دا خلک وګوري او ننداره یې وکړي، چې دې کار د ګټې پرځای تاوان وکړ.
له دې وروسته بیا ددې کار تنظیمونکي لاره بدله کړه، اوس د کلي له رضاکاره ځوانانو سره په ناڅاپي توګه ګزمې کوي، د پيریانو په شان ګرځي او خلک ناڅاپي سخت ویروي.
رویټرز خبري اژانس ویلي په وروستیو کې له دې کلي ددوی له لیدنې ښکاري چې دا ستراتیژي به ګټوره ثابته شي او خلک به وویریږي چې کورونو کې پاته شي.
ویل شوي چې اوس خلک خپلو بچیانو او کورنیو ته اجازه نه ورکوي چې بهر ووځي او په کوڅو کې وګرځي، ځکه پوهیږي چې د پيریانو ویرونکې ډله ګرځي او باید کور کې پاته شي.
هلته د کرونا تازه حال
په اندونیزیا کې تر دې مهاله ۴۲۴۱ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۳۷۳ تنه له امله مړه شوي دي.
د اندونیزیا پوهنتون وړاندوینه کړې چې شاید دغه هیواد کې تر ۱.۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شي او تر ۱۴۰۰۰۰ پورې کسان یې له امله ژوند له لاسه ورکړي.