د خوشالۍ په لور څو ګامونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
تاسو د خوشالۍ وړ یاست
هغه پیغامونه، چې خپل ځانته یې ورکوئ، د ژوند لوری به مو وټاکي، نو که تل ځانته ووایئ، چې زه کوم ارزښت نه لرم او په ژوند کې د خوشالۍ وړ نه یم، څنګه تمه لرئ، چې خوشاله واوسئ؟
خپل ځان ومنئ
ښه، بد یا هرڅه چې یاست، هماغه ومنئ. په هر کار چې بوخت یاست، په دې باندې ځان پوه کړئ، چې هغه کار ستاسو د هڅو او کوښښونو پایله ده، نو په بشپړه توګه ترې خوشاله او راضي واوسئ او په پرمختګ پسې لاړ شئ. که د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ، کوم چې نه یې لرئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې له خپلو شته څیزونو څخه هېڅکله خوند نه شئ اخیستلای.
د خوښۍ او رضایت احساس وکړئ
نباید تل په راتلونکې کې د داسې یوه موقعیت په لټه کې واوسئ، ترڅو په هغه وخت کې خوشالۍ ته ورسېږئ، تاسو له دې څخه نه یاست خبر، چې د ژوند سبا به مو تاسو ته څه څیز در په برخه کړي، نو نن له خپلو شته څیزونو او موقعیتونو څخه ډېر زیات خوند واخلئ.
د خپل ژوند ځواک وپېژنئ
په اوس کې خوشاله اوسېدل، یانې له ژوند څخه مننه کول، په خپلې روغتیا، دندې، خوړو او هغې کورنۍ باندې د الله (ج) شکرونه پرځای کړئ، کومه چې پر تاسو باندې میینه ده. آیا که دې ته متوجه شئ، چې د ژوند مو ۹۰ ورځې پاتې دي، توپیري کړنې مو نه ترسره کولې؟ په پایله کې یوه ورځ به عمر پای ته ورسېږي، ښایي تاسو ۹۰ ورځې فرصت هم ونه لرئ. په دې باندې پوه شئ، چې یوازې مننه کول دي، چې تاسو ته به خوشالي او آزادي په ډالۍ کې درکړي، نه رټنه.
په نورو باندې مهربان واوسئ
رښتینې خوشالي یانې د نورو لپاره ګټور اوسېدل. که تاسو دا زده کړئ، چې د ستونزو په اړه له بریده زیات فکر ونه کړئ، نو هغه به مو له نظره ډېرې کوچنۍ شي، که یوازې د ځان په اړه فکر ونه وکړئ، نو دې ته متوجه کېږئ، چې ژوند څومره ښکلی دی.