د اصغر بيا لوبډلمشر کيدو تند غبرګونونه را پارولي!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
تيره ورځ د ډسمبر په يوولسمه افغان کريکټ بورډ اصغر افغان بيرته لوبډلمشر وټاکی.
دا ټاکنه ناڅاپي وه داسي لکه څنګه چي اصغر د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو.
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د اصغر افغان د ليري کيدو باندي ولس ناخوښه وو او داځل یې بيا په بيرته راتګ هم ناخوښ بريښي.
ولس پدې باور دی چي د ډيرو لوبډلمشرانو اړول راړول مو په نړيواله سطحه د کريکټ اعتبار ته زيان رسولی او رسوي يې.
په نړيوال جام کي ګلبدين نائب لوبډلمشر سو خو محمدنبي او راشدخان يې په مخالفت ټويټونه وکړه،تر نړيوال جام وروسته راشدخان لوبډلمشر سو خو ګلبدين نائب ورته ښه راغلاست ووايه خو دا ځل چي په ناڅاپي ډول اصغر بيا لوبډلمشر سو ګلبدين نائب، اکثرو کريکټ پوهان او خلکو دا پريکړه په مستقيم ډول وغندله.
ګلبدين نائب پر خپل رسمي فيسبوک په ژوندۍ بڼه ويډيو کي د نړيوال جام په اړه او نور خبرو وروسته ګواښ وکړ چي دی او ځيني نور لوبغاړي د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کي لوبه نکوي.
د کريکټ بورډ د رهبرۍ غړي او د ولسمشر سلاکار ضياالحق امرخيل هم دا پريکړه يوه غير مسلکي او احساساتي وبلله.

د کريکټ بورډ اړوند چارواکي او کسان به پريږديو،راځئ پوه سو چي په ټولنيزو رسنيو کي څه خبري دي،او خلک څه وايي.
ليکوال او ژورناليست صالح محمدصالح پرخپلي فيسبوک پاڼي ليکي : پرون د ګلبدين حکمتيار موضوع ګرمه وه او نن د ګلبدين نائب.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو مشر سائرځلاند پرخپلي فيسبوک پاڼي ليکلي: د افغانستان کریکټ بورډ چې هر څومره ژر کولی شي اصغر له کپتانۍ لرې او پوښتنې ګروېګنې دې ترې وکړي، د وطن او بېرغ توهین ملي خیانت دی او عاملين یې باید مخ تورن شي.

شمس کامران مدني فعال دی او دی هم د کريکټ بورډ د وروستۍ پريکړي څه راضي ندی،کامران وايي د افغانستان کريکټ بورډ په سيستماتيک ډول له د خرابیدو په لور روان دی.
دی وايي موږ به راتلونکي کي صرف د افغان کريکټ پخوانۍ ويډيوګاني ګورو.

ليکوال او ژورناليست محمدالياس داعي ليکي هند ويسټ انډيز ته ۲۴۰ منډي هدف ورکړ،اصغر چيري دی؟

ورزشي خبريال عبدالولي عمري په عکس باندي هغه ليکنه خپره کړې چي په يو کال کي ۴ لوبډلمشران بدل سوي او نړۍ هم ورته حيرانه ده.

دې ته ورته روح الامين نيازی هم ليکي: يوه لوبډله! يوکال، درې لوبډلمشران.!!

د روحانيا حيات په نوم يوې ښځينه ليکلي دي: کريکټ بورډ بيرته اصغر لوبډلمشر کړ، دا داسي مثال لري لکه کرزی صاحب چي بيرته ولسمشر سي.

ورزشي خبريال خپلواک دريځ هم د کريکټ بورډ د پريکړي څخه ناخوښ دی، ليکلي يې دي: زه بيا راغلم،دا زما ميراث او حق دی.

طاهر ابشار د کريکټ مبصر او لوبغاړی دی،دی د اصغر راتګ د ملي احساس تګ بولي او دده په نظر عاطف مشعل د کريکټ په خرابوالي کي بريالی سو.

محمد اسماعيل ملکزی بيا د ګلبدين نائب د خبرو په وړاندي غبرګون ښودلی،ملکزی ليکي:ګلبدين نائب بايد مياشت مخکي د نړيوال جام رازونه برسيره کړي وای.

ورزشي خبريال سميع سيرت هم په همدې باور دی او ليکي چي افغانستان کي چي څوک د موقف څخه لويږي بيا رښتيا ترې ويل کيږي.

محمدهارون ليوال ليکي هغوی دي مړه وي چي د افغانانو د احساساتو او ملي بيرغ درناوی يې ونه کړ.

فريدالله سادات هم د ګلبدين نائب نظر راخيستی او ليکي چي ګلبدين نائب وايي د اصغر په شتون کي لوبه نکوم.

فضل الله فضلي ليکي : ګلبدين نائب هغه سپيني خبري وکړې چي د خلکو په ذهن کي د شک په ډول موجودي وې،هغه د کريکټ بربادوونکي په ګوته کړل.

بادام احمدزی بيا پدې باور دی چي د کريکټ بورډ رئيس فرهان يوسفزی د کريکټ چارو ته وخت نلري.

عبدالله عادل هم د نائب نظر ليکلی: ليکي اصغر افغان د خپل ورور لپاره زما کريکټ،د ځان لپاره د حشمت او سميع شينواري کريکټ قرباني کړ.

دې ته ورته د اصغر مينوالو دده لوبډلمشرۍ ته لبيک او د زړه د اخلاصه مبارکۍ ورکړي،خو داسي ښکاري چي د لوبډلمشر بدلون به يوځل بيا په کريکټ بورډ کي ژور بدلونونه راولي.