مارچ 2, 2021

نړیوال بوکسر و، خو اوس غواړي د خپل هېواد ولسمشر شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د فیلیپين هېواد تکړه او نوموتی د بوکس نړیوال لوبغاړی ماني پاکیائو په دې لټه کې دی چې فبلیپين هېواد ولسمشر شي.
۴۱ کلن ماني پاکیائو له سیاست سره بلد دی، هغه د فیلیپين هېواد ولسي جرګې ته بریالی شوی او د هغه ترڅنګ بیا سنا جرګې ته هم په ۲۰۱۶م کې بریالی شو. هغه یادې جرګې ته د بریالیتوب په موخه ۱۶ میلیونه رايې خپلې کړې وې.
په فیلیپين هېواد او نړیواله سطحه نوموتی بوکسر ماني پاکیائو د خپل شهرت په مټ اوس غواړي د یوه کمپياین په ترڅ کې د خپل هېواد ولسمشرۍ ماڼې ته ځان کاندید کړي.
د یاد هېواد د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۲م کې ترسره کېږي.
پاکیائو په دې تړاو له رسنیو سره خبرو کې وویل چې تر ډېر فکر او غور کولو وروسته غواړم د خپل هېواد ولمسمشرۍ ماڼۍ ته ځان نوماند کړم.
هغه وویل:

تل مي په دې تړاو فکر کاوه چي د خپل هیواد ولسمشر شم او په دې تړاو مي ډیري هڅي هم کړي. زه په دې وروستیو کي دې پړاو ته رسېدلی یم، چي باید ولسمشرۍ ماڼي ته ځان نوماند کړم.

په ورزش کې د ډېر عمر درلودونکي دې لوبغاړي په ۲۰۱۹ کې د خپلې وروستۍ لوبې په ترڅ کې کیت تورمن ته په ماتې ورکولو سره د WBA اتلولي خپله کړه.
که پاکیائو د فلیپن هېواد ټاکنې وګټي، نو د رودریګو دوترته پر ځای به د یاد هېواد ولسمشر وټاکل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ