افغانستان سوله سیاست له نړۍ

د سولې او جګړې هم مهاله هڅې؛ پاکستاني توغندي ولې کونړ نښه کوي؟

لیکنه: بشر درویش

په قطر کې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي د خبرو له شدت سره په افغانستان کې د نا امنۍ پېښې مخ په زیاتیدو ښکاري.

دا پېښې مختلف اړخونه لري، چې دلته یې د ټولو د بحث پرځای یوازې دې ته تم کیږو، چې دا پېښې د سولې له روانو هڅو سره څه تړاوونه لري؟

د پام وړ پېښې

څو اونۍ د مخه د کابل یو مشهور هوټل د واده د مراسمو پر وخت د خونړي ځانمرګي برید هدف وګرځید، چې لسګونه تنه پکې شهیدان او ټپیان شول.

دا پېښه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له شانداره نمانځنې سره هم مهاله وشول او ورسره سم حکومت د دغو مراسمو ځنډولو ته اړ وت.

اوس په تازه ګام کې بیا له مختلفو ولایتونو څخه پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او دغه راز پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو د بیا پيل خبرونه ورکول کیږي.

د سولې او جګړې د پېښو تړاو

دا خبرونه په داسې مهال خپریږي، چې افغان حکومت او خاصتاً ولسمشر غني او ټیم یې د سولې له روانو هڅو سره مخالف ښکاري.

دوی د دغو خبرو پر بهرني اړخ او اجنډا نیوکه لري او وایي، چې د افغاني رنګ د کمزورۍ له کبله یې ملاتړي او همغږي نه دي.

غني او ټیم یې د خپلو منتقدینو لخوا د سولې د هڅو په تخریب تورن دي ، خو دوی وایي د سولې نه؛ بلکې د سولې په نوم د یوه تپلي او خطرناک حالت خلاف دي.

امریکا متحده ایالات، پاکستان، وسله وال طالبان او د افغان حکومت ګڼ سیاسٍي مخالفین بیا د امریکا په مشرۍ د دغو خبرو سرسخت ملاتړ کوي او سوله ان له ټاکنو څخه مهم لومړیتوب ګڼي.

د کریم خرم یادښتونه

عبدالکریم خرم، چې د ولسمشر کرزي د دفتر ریس او د امریکا او پاکستان له سرسختو مخالفینو څخه و، تازه یې د خپلو خاطرو کتاب خپور کړی.

هغه پرپاکستان او امریکا د توندو نیوکو په کولو سره ویلي، چې دغو هېوادونو له کرزي سره د خپلو ناندریزو اړیکو پر وخت د غوښتنو د په زوره منلو په هدف د نا امنۍ پېښې په مشترک ډول تنظیمولې څو کرزی او حکومت یې د ځینو نا مشروع غوښتنو منلو ته اړ باسي.

د خرم تحلیل ته که ولیدل شي او د اشرف غني او امریکا د اړیکو اوسنی وضعیت وارزول شي، داسې ښکاري چې وروستۍ پېښې بیا یو ډول ورته ریښې لري.

امریکا او پاکستان اوس هم په سیاسي او پوځي لحاظ لېواله دي، چې غني او حکومت یې د سولې د هڅو په نوم د خپلې روانې اجنډا منلو ته اړباسي.

دوی طالبانو ته په سیاست، جنګ او بله هره برخه کې سخته لابي پيل کړې څو د خپلو ظاهري متحدینو په توګه یې بیا د افغانستان په واک کې شامل او خپلې لویې اجنډاوې یې په وسیله ترسره کړي.

په داسې حالت کې ضرور ده، چې د افغان حکومت د نیولي دریځ له مخې افغان لوری د سولې مذاکراتو او ټولو نورو معادلو ته له قوي دریځه ننوځي او د خپلمنځیو سلیقوي چلندونو پرځای د ملي ګټو،  د نظام د تداوم او لاسته راوړنو د خوندیتوب له زاویې ټولو مسایلو سره چلند وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي