Advertisements
افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د افغانستان سوله؛ د راتلونکو دوه میاشتو سیناریو

لیکنه: خوشال خلیل

داسې ښکاري چې تر دې مهاله د اورکم لړۍ ښه روانه ده او طالبانو د پخوا په څیر زیات بریدونه نه دي کړي، خو په ورته وخت کې د طالبانو ټویټري او فیسبوکي بریدونه، ستغې سپورې، کترې کنایې زیاتې شوي او مبلغین یې هڅه کوي چې خپلو صفوفو ته مورال ورکړي چې هر څه د دوی په ګټه روان دي. خو په اورکم یا بشپړ اوربند کې تر ټولو زیاته ګټه د ولس ده چې خپلو مینو او کلیو ته لاړ شي یا ښار کې په ډاډه وګرځي.
د شنبې ورځ به په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او د دې لپاره چې هلته ښه مقدمات برابر شي د پاکستان صدراعظم عمران خان هم قطر ته سفر کړی دی او په ۲۹د فبرورۍ به امریکا یو هوکړه له طالبانو او بله د افغانستان حکومت سره لاسلیکوي.
طالبانو سره هوکړه کې څلور موارده شامل دي، د اوربند دوام، نړیوالو تروریستانو سره پریکون، د افغانستان حکومت په مشرۍ بین الافغاني مذاکراتو پيلول او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش.
د افغانستان حکومت سره هم هوکړه لیک کې ممکن همدا مسایل شامل وي، د افغانستان د ملي او ډموکراټو بنسټونو تقویه، ملي وسله والو ځواکونو ته دوامداره مرستې او ملاتړ، تروریزم سره په ګډه مبارزه، د بندیانو تبادله او د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه د طالب مشرانو ویستل.
تر دې مهاله د الله تعالی په فضل سره دا لړۍ ښه روانه ده او امریکا به هڅه وکړي چې نړۍ او خپلو خلکو ته وښيي چې شل کلن اوږد جنګ په پای ته رسولو کې بریالي شوي، د ټرمپ اداره به هڅه وکړي چې دغې هوکړې ته په امریکا او له امریکا بهر پراخ نړیوال خبري پوښښ ورکړي او خپلو انتخاباتي سیالانو ته وښيي چې دی هغه کارونه کولای شي چې تر ده پخوانیو ولسمشرانو نه دي کړي.
په افغانستان کې دننه هم امریکا یو شمېر رسنیو سره قراردادونه کړي چې د سولې اعلانونه او خپرونې زیاتې کړي او یو شمېر نورو بنسټونو او سیاسي شخصیتونه چې هره ورځ خلیلزاد سره ګوري بیا یې ولایاتو ته لېږي چې هلته خلک د سولې په پلوۍ راټول کړي. که څه هم دا تبلیغاتي پروګرامونه تر ډېره پروژه یې بڼه لري خو که پروژې هم وي تر جنګي پروژو سل ځله بهتره دي. مثلا پخوا به همدې خلکو امنیتي کمپنۍ جوړولې او له امریکا یې پیسې را ویستې اوس یې د سولې کمپنۍ جوړې کړي دي او بیا هم مخکې روان دي.
طالبانو سره د سولې له هوکړې سره جوخت به نړیوالو او په کور دننه رسنیو کې د طالبانو په ګټه ډېر فلمونه، ګزارشونه او ګردي میزونه جوړ شي، مثلا طالبانو سره به له زنداني بهرنیانو سره مرکې وشي او هغوی به هڅه وکړي چې طالبانو نه یو انساني او حقوق بشري څیره خلکو ته وړاندې کړي او هغه قباحت چې په اړه یې موجود دی د هغې د له منځه وړلو لپاره به زیات نه زیات پیسې ولګول شي.
امریکا سره د هوکړې له لاسلیک سره سم به د لس شل ورځو لپاره به تبلیغاتي فضا بیخي د طالبانو په ګټه شي. مثلا دوی به وايي امریکا مو په ګونډو کړه او ګوډاګی حکومت نور ختم دی، امارت را روان دی، د غني حکومت او د کابل ادارې کارکوونکو سره دا او هغه کوو، د برنال ولګوه، ټامیان، ارګبکیان او داسې د توهین پاکستاني اصطلاحات به د څو ورخو لپاره کش واخلئ او په دغو تبلیغاتي بهیر کې به یو شمېر خلک اغیزمن شي او ممکن د فیسبوک پروفایلونه د طالب رهبرانو په عکسونو سینګار کړي. کابل کې د کرزي د وخت سیاسیون به هم تلویزونونو کې داسې بیانونه ورکول پیل کړي چې ګني دوی هم مجاهدین او طالبان دي او هڅه به کوي چې داسې چاپلوسي شروع کړي چې که چېرته د طالبانو په سهم کې بیا حکومت کې شریک شي.
دا وضعیت شل ورځو نه زیات دوام نه کوي، له هغې وروسته چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د طالبانو او افغان مشرانو مذاکرات پيل شي، بیا به طالب پلوه تبلیغات یو څه کمرنګه او عادي حالت ته راشي. عادي حالت کې به بیا ملت د دواړو غاړو خبرونه، منطق، استدلال به لکه د حکمتیار د مذاکراتو په څیر په دقت څاري او او اوري به او یو څه به احساسات کم شوی وي او په نورماله توګه به قضاوت ته وخت ولري.
له ټولو هیله ده چې د کرکې او نفرت ادبیات کم او د سولې او پخلاینې کېسې زیاتې وکړي تر څو خلک هیله من او دوامداره اوربند قایم شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

خوشال خلیل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: