افغانستان سرسکالو سوله

ولسمشر غني او پمپيو د بین الافغاني مذاکراتو د ځای په اړه وغږیدل

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړې.

ارګ وايي، په دې ويډيو کنفرانس کې د ولسمشر مرستيالانو، د اقتصادي او سوداګرۍ چارو پراختيا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، د چارو ادارې عمومي رئيس، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد، د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان او په افغانستان کې د امريکا سفارت شاژدافير هم حضور درلود.

دواړو لوريو په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره د دواړو هيوادونو د ګډو هڅو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم برخوال و

له حکومت سره پر ګډ کار ټینګار

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې کنفرانس کې له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار وکړ.

ښاغلي پمب وويل:

«د دواړو هيوادونو د ستراتېژيکو او اوږدمهاله اړيکو د تداوم په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو اساسي هدف يو متحد، خپلواک، ډيموکراتيک او باثباته افغانستان دی او هغه ته د رسېدو لپاره به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړو.»

ارګ وايي، افغان ولسمشر په دې کنفرانس کې د دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د افغانستان لار نقشه تشريح کړه وې ويل:

«د يو باثباته، واحد او ازاد افغانستان لپاره زياتې هڅې شوي او ټاکل شويو اهدافو ته د رسېدو لپاره دې د دواړو لوريو کاري ټيمونه د دې نقشې د عملي کولو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کار وکړي.»

د صالح ارزونه

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د اورکم ورځو په اړه خپل تحليل او ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.

همداراز په دې ويډيو کنفرانس کې د سولې، راتلونکو اقداماتو له هغې ډلې د بنديانو خوشې کول، تحليل او د مذاکراتو ځای او د سولې اړوند نورو اقداماتو په اړه بحث وشو.

ولسمشر غني، مرستیالان او نور چارواکي

سرچینې ویلي؛ دواړو لوريو د مذاکراتو د پيل او جريان پرمهال د اطلاع رسونې په برخه کې په ګډو همکاريو ټينګار وکړ.

ارګ ویلي؛ یاد شوي کنفرانس کې ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د اقداماتو او د يادې شورا د غړو د بشپړېدو په اړه خبرې وکړې.

ویل شوي؛ په دې ويډيو کنفرانس کې هوکړه وشوه چې په نږدې ورځو کې د سولې پروسه کې په راتلونکو جزياتو کار وشي او په ځانګړي ډول د افغانستان دولت د يو داسې نااعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې په هغه کې د لوبې قواعد مشخص شي، ټينګار وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ