اپریل 11, 2021

قطر ولسمشرغني ته؛ د تلپاتې سولې او پرمختګ غوښتونکي یوو

Advertisements
راپور: بشر درویش

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام پلازمېنه دوحه کې د قطر لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني سره وکتل.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د قطرلومړي وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست پرمهال قطر ته د هغه په سفر خوښي وښوده او وې ویل:

«قطر او افغانستان دوه دوست او وروڼه هیوادونه دي او موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ غوښتونکي یوو.»

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا، د اقتصادي همکاریو، سولې پروسې او نورو پام وړ مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي؛ جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره دوستانه او په دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او د اسلامي هیوادونو مناسبات د هغو مشترکاتو او مقدساتو له امله چې لرو یې، زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.
باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني په یوه سفر له کویټ وروسته قطر ته ورغلی دی چې هلته یې له افغان مذاکراتي پلاوي سره هم لیدلي دي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ