افغانستان سرسکالو سوله سیاست

عبدالله، غني ته راپور ورکړ: د مذاکراتو د ځای په اړه هم توافق وشو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ليدلی.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا لیدنه ارګ شوې ده.

سرچېنه وايي، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، ډاکتر عبدالله عبدالله جمهوررئیس غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.

ولسمشر غني دې ناسته کې ويلي؛ د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.

بل پلو د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر پر ټویټر ويلي چې ولسمشر غني د دویم پړاو خبرو لپاره پر دوحه موافقه کړې.

هغه ويلي، ښاغلي غني، د نړېوالو او د پخلاينې عالي شورا د پلاویو د رييسانو په وړانديز قطر کې خبرې تاييد کړي دي.

پرون د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا دویمه ناسته هم ترسره شوه. په دې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح او ګڼو نورو مخکښو سیاستوالو او افغان چارواکو ګډون درلود.

ښاغلي عبدالله هم په پرونۍ ناسته کې ويلي ول چې د خبرو د ځای په اړه جنجال باید د خبرو خنډ نشي.

څو ورځې وړاندې افغان حکومت طالبانو ته وړانديز کړی و چې دویم پړاو خبرې دې ورسره دننه افغانستان کې وکړي. طالب سرچینو ویلي ول چې افغانستان کې خبرو ته زمینه نه ده برابره او پلان سره سم به په دوحه کې خبرې وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ