نابشپړه شوې اداره: د ملي پخلاینې عالي شورا څو تنه مرستیالان ټاکلي

راپور: بشر درویش

د راپورونو پر اساس سرچینو ویلي چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا یو شمیر مرستیالان ټاکلي دي.
د یادې شورا اړوند یوې سرچینې ویلي چې د سولې وزیر سلام رحیمي، حاجي دین محمد او عطاء الرحمن سلیم او یوه بله ښځه د پخلاینې عالي شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، سرچینې زیاته کړه چې د ملي پخلاینې عالي شورا شپږ مرستیالان لري چې دوه یې د ولسمشر لخوا ټاکل شوي دي.
باید وویل شي چې دا شورا شا او خوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې په ترڅ کې رامنځته شوې او ښاغلي عبدالله یې مشر ټاکل شوی دی.

د ښاغلي عبدالله ټاکنیز د کمپاین د مهال دوه مرستیالان به د مصالحې یا ملي پخلایني شورا مرستیالان هم وي چې اوس دا دنده پرمخ وړي.
ددې شورا یوه ویاند فریدون خوځون ویلي د مرستیالانو په برخه کې، د یوې ښځې او نور معاونینو او د مشرتابه برخه کې ټول سیاسي مشران، مدني ټولنې، میرمنې، ځوانان، د جګړې قربانیان او اقلیتونه شتون لري.
بل پلو جهادي مشر اسماعیل خان ویلي چې دا شورا یوازې فرمایشي ده او واک د ارګ او سپیدار ترمنځ تقسیم دی.
دی وايي، دواړه لوري ځانونه خپله تصمیم نیوونکي ګڼي او دا شورا بې ګټې بولي.
ویل شوي د ملي پخلاینې عالي شورا لاهم د ځینو سیاسي مشرانو سره سلا مشورې کوي ترڅو د شورا مشرتابه کمیټه کې برخه واخلي.
د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ په سیاسي هوکړه لیک کې ویل شوي چې د ملي پخلاینې عالي شورا له طالبانو سره د سولې د پروسې مشري کوي، خو داسې مهال ده چې تر اوسه ددې شورا تشکیلات نه دي پوره شوي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.