مارچ 4, 2021

غني مذاکراتي پلاوي ته: نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده

راپور: بشر درویش

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره ولیدل.
ارګ وايي، دا ناسته په چهار چنار ماڼۍ کې کې وشوه.
ښاغلي غني دې ناسته کې ویلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې زموږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده.
هغه زیاته کړه:

«د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله او موږ یې تحقق ته ژمن یوو.»

سولې ته ژمن یوو


دی وایي سولې ته ژمن دي او د همدې لپاره یې عملي هڅې او اقدامات کړي.
نوموړي ویلي چې اساسي موخه یې دا ده چې جګړه بنیادي پای ومومي.
هغه زیاته کړه:

«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د طالبانو ډلې سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره چې د خلکو غوښتنه ده، مذاکرات کوي.»

نور خنډونه باید نه وي !

نوموړي وړاندې ویلي: د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، د خلکو تمه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د طالبانو ډلې د مذاکراتو پر وړاندې باید نور هېڅ خنډ او پلمه وجود ونه لري او ژر تر ژره باید پیل شي.

دې ناسته کې د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو د طالبانو ډلې سره د مذاکراتو د پیل او سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.
محمد معصوم ستانکزي د خپل ټیم د فعالیتونو، تیاریو او خپلمنځي بحثونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام به د واحد ټیم په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ولس غوښتنې په پام کې ونیسي.
باید وویل شي چې ویل شوي په راتلونکو دوه یا دریو ورځو کې به د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي.
طالبانو هم د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې لومړی پړاو مذاکرات قطر کې ترسره کیږي.
 
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ