اپریل 14, 2021

د پاکستان کرکټ بورډ لوبغاړو ته د کال غوره جایزې ووېشلې

Advertisements

د پاکستان کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته د کال د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې، چې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې غوره کارکرده ګي کړې وه.
په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو په برخه کې چې کومو لوبغاړو ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي وي، هغو یې د جایزو مستحق بللي دي.

ګټونکي

بابراعظم د کال تر ټولو با ارزښته لوبغاړی بلل شوی دی، د دې سربېره بابراعظم د یو ورځنیو لوبو د غوره کرکټر جایزه هم ترلاسه کړه.

محمد رضوان، چې تازه د پاکستان ټېسټ لوبو کې لوبېدلی د پاکستان د کال د غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړي جایزه واخېسته.
فواد عالم په یواځېنې ځان د ښې کارکرده ګۍ غوره کرکټر یاد شوی دی، هغه د نیوزیلېنډ خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې او ښه مقاومت یې وکړ.
عالیه ریاض په ښځينه کرکټ لوبغاړو کې د کال غوره کرکټره یاده شوې او جایزه یې ترلاسه کړه.
د کورني کرکټ غوره لوبغاړی کامران غلام یاد شوی دی، ده په ۲۰۲۰ کال کې کورني کرکټ کې ښې لاسته راوړنې لرلې.
د پاکستان کرکټ لوبډلې د مالي ملاتړ غوره جایزه د پاکستان حبیب بانک ترلاسه کړه، دې بانک د لومړي ځل لپاره د حبیب بانک په نامه پي اېس اېل سیالۍ یا د پاکستان غوره لیګ لوبې په پاکستان کې په ښه کوربتوب سره ترسره کړې.
په ایمرجېنګ لوبغاړو کې بیا چټک توپ اچوونکی نسیم شاه هغه لوبغاړی دی، چې د پاکستان لپاره نړیوال کرکټر راغلی او غوره جایزه ورکړل شوه.
د پاکستان په کچه بیا روحېل نظیر د کال غوره لوبغاړی راغلی دی.
په ښځینه وو کې بیا ایمرجېنګ لوبغاړې غوره جایزه فاطمه ثنا ترلاسه کړه.
او د کال د غوره لوبڅار جایزه اصف یعقوب خپله کړه.

د جایزو ورکول څه ګټه لري؟

لومړی دا چې د هغو لوبغاړو حق ادا کېږي، چې د کال په اوږدو کې یې د هېواد لپآره په نړیوال، سیمه ییزه او ملي کچه ښې لاسته راوړنې لرلې وي.
دویم دا چې هغوی لا تشویقیږي، چې کرکټ ته لا ډېره توجه وکړي او د هېواد لپاره د ویاړونو سبب شي.
درېیم دا چې له دې سره کرکټ بورډ انصاف کوي او له لوبغاړو د اړیکو پول جوړوي له لوبغاړو ځان اګاه کوي او په ورین تندي لوبغاړو ته د هغوی غوره کارکرده ګي برخه کې قناعت کوي.
بل پلو سپانسر ته جایزه ورکولو سره، مالي ملاتړي لا هڅېږي او خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

افغان کرکټ بورډ هم باید زده کړي

کرکټ بورډ باید هم همداسې یو سیستم ولري، چې د کال په پای کې ملي، ایمرجېنګ، ۱۹ کلنو او کلبونو ترمنځ ځلېدونکو لوبغاړو همداسې مراسم ونیسي او جایزې ورکړي.
په دې سره به یې د کرکټ لوبغاړو او ولس ترمنځ محبوبیت زیات شي.
لوبغاړي به لا زیاتې خوارۍ ته وعداره شي او زړه ماتي به نه وي.
حق باید حقدار ته وسپاري ترڅو کرکټ تباه نشي او د لوبغاړو وړتیاوې له منځه لاړې نشي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سرور دانش: د مصالحې شورا طرحه باید لغوه شي، کنه نفاق او ناندرۍ په جوړې کړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خپره کړې کتنه کې ... نور ولولئ