روغه سټه ژوند بڼه

ولې د پزې د وېښتانو لرې کول زیان لري؟

ژباړه: عایشه حیدري

نن سبا ډېری خلک د ښکلا او روغتيا لرلو لپاره د خپلې پزې وېښتان باسي ځکه دوی فکر کوي چې که پزه یې ویښتان ولري بدرنگه او نامنظمه به ښکاره شي. دا منو چې د پزې د وېښتانو اوږد والی بد ښکاري او باید لرې شي، خو دا یادونه هم اړینه ده چې د پزې د وېښتانو ایستل د ښکلا د گټې ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغو زیانونو په اړه لنډ معلومات درکړو.

د لیکنې تر پایه زموږ سره ملتیا وکړئ!

پخوا به د پزې د وېښتانو لرې کولو لپاره له قیچي څخه ګټه اخیستل کېده خو نن سبا په سینگارتونونو کې د پزې د وېښتانو د لرې کولو لپاره د موم له بېلابېلو ډولونو کار اخیستل کېږي. ځینې کسان د خپلې پزې وېښته د وېښتانو ایستلو وسیلې پر مټ باسي او ځینې بیا د عصبي لاملونو لپاره عادت لري چې په خپل لاس د خپلې پزې وېښتان لرې کړي. د پزې د وېښتانو ایستلو لپاره پورتنۍ لارې مناسبې لارې نه دي او کولای شي انسان ته جدي زیانونه ورسوي.

د هر انسان پر مخ داسې ځای شتون لري چې ورته د مړينې مثلث وايي. چې له دغې ځایه وريدي او شریاني رګونه تېرېږي. او په دغو ځایونو کې ډېر رگونه واقع دي. دغه ځایونه د پزې له پل څخه پیلېږي او د خولې په شاوخوا کې پای ته رسېږي.

د پزې د يو تار وېښته ایستل کولای شي د پزې دغو حساسو برخو ته زيان ورسوي او فولیکول زیانمن کړي. او د خطرناکو مېکروبونو د ننوتلو لاره جوړه او هواره کړي. همدارنگه کېدای شي هغه مهال چې ستاسو د‌ پزې ویښتان وده کوي په پوستکي کې د ځينو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.

د پزې د وېښتانو د لرې کولو لپاره تر ټولو ښه لار د قیچي په واسطه د پزې د وېښتانو کمول دي.

هېر مو نه شي که چېرې مو د پزې د ويښتانو د لرې کولو لپاره له موم، ویښته ایستونکي او یا خپل لاس څخه گټه اخیستې وي او کومه ستونزه درته پیدا شوې وي، نو ارومرو اړوند ډاکټر ته ورشئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ