اپریل 16, 2021

وروسته له دې کولای شو، چې واده یا د خوښۍ محفلونه په فضا کې ترسره کړو

Advertisements
ژباړه: نسیمه محمدي

داسې ښکاري چې د بالوني سفر دوران، ډېر ژر راګرځي! نوی اسټارټ آپ (Space Perspective) هوډ لري، د ځمکې اوسېدونکو لپاره فضايي بالون چمتو کړي. دا بالون به ۳۰ کیلو مټره لوړ لاړ شي او هبالون کې تشناب او د شرابو میخانه هم، شته.
چین د خپل تر ټولو لوی تلسکوب سره د فضايي موجوداتو په لټه ځي، کولای شو ووایو، چې د نپټون – فضايي بېړۍ ده، چې د تمه ده اته تنه مسافرانو لپاره شپږ ساعته پرواز برابر کړي. دا بالون په ساعت کې د ۱۹ کیلو مټره سرعت سره، نېږدې ۳۰- ۴۰ کيلو مټره له ځمکې لوړ ځي.
تمه ده لومړی آزمایښتي سفر یې په ۲۰۲۱م کې تر سره شي.
خو د مسافرانو اصلي پوښتنه دا ده، چې د دې سفر بیه به څومره وي؟ دې شرکت تر اوسه بیه نه ده ټاکلې، خو په لوړ ګمان بیه به يې د ۱۲۵۰۰۰ ډالرو شاوخوا وي. دا بیه د Virgin Galactic له خوا د ویل شوې بیې څخه ډېره ارزانه ده.

یوه پوښتنه چې د سلانیانو پام یې وراړولی دی، دا چې آیا کولای شو د وزن له لاسه ورکول حس کړو؟ دلته، له بدمرغه (یا، ممکن، له نیکمرغه)، ځواب نه دی. د نپټون فضايي بېړۍ به ۹۹٪ د ځکمې له اتموسفیر څخه پورته وي، خو په دومره ارتفاع کې د وزن د لاسه ورکول نشو احساسولای. سیلانیان دوه ساعته وخت لري او په دې موده کې کولای شي د خپلې سیارې (ځمکې) د لیدلو څخه خوند واخلي.
د دې پروژې یو بنسټ اېښودونکی وايي، کولای شو رخصتۍ پر بالون ترتیب کړو! یوه په زړه‌ پورې طرحه چې موږ یې په پراختیا برلاسي یو، د مېلمستیاوو او ودونو ترسره کول دي.
“کله چې خلک د فضا څنډې ته لېږو، غواړو هغوی هغه څه چې ستورمزلي یې په اړه وايي، په واقعي ډول حس کړي. خو ورسره غواړو دا چاره هوسا او په کمه بیه ترسره شي.”
د دې پروژې جوړوونکي همدارنګه ډاډ ورکړی، چې په بالون کې ارتباطي سیسټم هم جوړوي، چې سیلانیان په ځمکه کې د دوستانو سره اړیکه ټینګه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ