ایرلینډ د لوبډلمشر د سترګو دید خرابوالي له امله سټرلینګ کپټان ټاکلی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ایرلینډ کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف راتلونکو ۹ مختلوف سیالیو ته درې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د لمړي ځل لپاره اوپنر توپ وهونکی پاول سټرلینګ د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی.

 د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې د افغانستان خلاف په درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوې ټیسټ لوبه کې د لوبیدو په موخه یې د ۲۰ اوریزه لړۍ د ترسره کیدو لپاره د ګیري ویلسن په نه شتون کې به پاول سټرلینګ د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

 د معلوماتو له مخې ایرلینډي ګیري ویلسن چې په وروستیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی د سترګو دید ستونزې له کبله به لوبډلې سره مل نه وي او پر ځای به یې دغه دنده اوس له بریدګر توپ وهونکی سټرلینګ سره وي.

 کیدونکو درې ۲۰ اوریزه سیالیو لپاره د (پاول سټرلینګ ترڅنګ انډریو بالبیرني، کیون اوبراین، پیټر چیس، سټوارټ پواینټر، سټوارټ ټامپسن، جیمز شنان، شین ګیټ کیټ، سیمي سینګ، هیري ټیکټور، لورسین ټوکر، جورج ډاکریل، جوش لیټل، انډریو مک براین او بایډ رینکین) په لوبډله کې شامل دي.

 همدا راز د ۵ پنځوس اوریزه او یوې ټیسټ لوبو په لړۍ کې به ویلیم پوټر فیلډ، چې په ۲۰ اوریزه سیریز کې شتون نه لري؛ د کپتان په توګه د افغانستان خلاف ولوبیږي.

 د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په دهرادون راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې له ۲۱ مې نېټې څخه د ۹ سیالیو سیریز پیل کېدونکی دی، چې پیل یې به یې په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره وشي.

 د معلوماتو له مخې لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي د فیبرورۍ په ۲۱ مه، دویمه په ۲۳ مه او دریمه په ۲۴ مه نیټه ترسره کېدونکې ده.

همدا راز د یو ورځینیو لوبو لمړۍ د فیبرورۍ په ۲۸ مه، دویمه د مارچ میاشتې په دویمه، دریمه په ۵ مه، څلورمه په ۸ مه او وروستۍ ۵۰ اوریزه سیالي د همدغه مارچ میاشتې په ۱۰ مه نیټه ترسره کیږي، خو یواځینۍ ټیسټ لوبه د مارچ له ۱۵ مې نېټې څخه تر ۱۹ مې پورې پلان شوې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.