بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي کلتور او هنر مخکښان

پاسکال بلز «ژوندلیک» چې په هرو علمي جلسو کې یې ګډون کاوه

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

نوموړی نامتو فرانسوي ریاضیدان په ۱۶۲۳م په فرانسه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې د غیر مستقیمه مالیاتو د وصول د محکمې رییس او مور یې بګون وه چې هغه یې په څلور کلنۍ کې له لاسه ورکړه. دی داسې یو ماشوم و چې له فزیکي پلوه ډیر ناتوانه او ناروغ و، خو د ریاضیاتو د زده‌ګړې په برخه کې یې زیات ذوق او استعداد درلود.

پلار چې د زوی استعداد موندلی و خپله دنده یې پرښوده او له زوی سره پاریس ته راغی، چې هغه ته د پرمختګ لاره هواره کړي. ده په څوارلس کلنۍ کې د مرسن چې نامتو ریاضیدان و په اوونیزه علمي جلساتو کې ګډون کاوه.

پاسکال د دکارت هم دوره و، خو له هغه سره یې ښې اړیکې نه درلودې. ځکه دکارت نشو کولای قبول کړي چې د «د مخروطي مقاطعو د خواصو مقالې» په نامه کتاب د یوه شپاړلس کلن ځوان اثر وي چې پاسکال نومېږي. د دې کتاب ځینې مواد اوس د ګټې اخیستنې وړ دي.

پاسکال په کال ۱۶۴۱م کې د حساب ماشین اختراع کړ، چې له پلار سره د مالیاتو په محاسبه کې ډېره مرسته وکړي او دا د حساب ماشین تر اوسه هم د صنایعو په کنسرواتوار کې محفوظ دی. او پاسکال وکولای شول چې د هوا د فشار خواص هم مطالعه کړي.

پاسکال د غټ عالم او دانشمند (فرما) په مرسته وکولای شول چې د احتمالاتو د حساب قانون جوړ کړي چې دا قانون اوس هم د فزیک په څانګه کې ډېر ارزښت لري. پاسکال ډېر تمایل مذهب ته درلود چې د همدې لپاره په یوه ناروغي چې د مذهبي عصبی اختلال په نامه یادېږي اخته و او د همدې ناروغۍ له امله یې ډېر عمر ونشوای کولای او په ډېر کم عمر یانې په ۳۹ کلنۍ کې یې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

ډېر لوړ علمي شخصیت یې درلود چې هم په ریاضي کې او هم په فزیک کې ډېر مخکې و. ډېری کسان پاسکال په فزیک کې له ګالیله او په ریاضي کې له دکارت سره برابر بولي. ده د خپلو اختراعاتو په مرسته نړۍ ته ډېر لوی خدمت وکړ او ویې کولای شول چې خلکو ته آسانتیا منځته راوړي، خصوصاً د حساب د ماشین په اختراع.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ