د پښتو ژبې ورځ؛ حتا پښتانه هم ورسره توپيري چلند کوي !

پښتو هغه ژبه ده، چې د افغانستان له ملي او رسمي ژبو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان زیاته برخه وګړي په دې ژبه خبرې کوي. پښتو ژبه پر افغانستان سربېره پښتونخوا کې هم زیات شمېر ویونکي لري. د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم زیات شمېر پښتانه اوسېدونکي شته. دا هغه ژبه ده، چې په ویلو او پاللو یې تل ویونکي متعصب ګڼل شوي. دا چې دې ډول تورونو پښتو ژبې ته څومره زیان اړولی او ولې د پښتو ژبې ویونکي په دې ډول تورونو تورن کېږي؟ په دې لیکنه کې یې ولولولئ.

پښتنو تل دا هڅه کړې، چې د نورو ژبو له ویونکو سره د هغو په ژبه خبرې وکړي. که یوه نجلۍ په دري ژبو کې واده شوې هغې هڅه کړې، چې د خسر په کور کې د هغوی په ژبه ورسره خبرې وکړي او که پښتنو بیا کومه دري ژبې نجلۍ کور ته را واده کړې بیا هم د کور ټول وګړي هڅه کوي، چې له هغې یوې ښځې سره ټول په دري ژبه خبرې وکړي. چې په دې کار سره پښتنو خپلې ژبې ته زیان اړولی او خپله ژبه یې د خلکو تر منځ بې ارزښته کړې. پر دې سربېره دا په ټولنه کې یو اصل دی، چې په هر څه کې باید اکثریت یا ډېری په پام کې ونیول شي؛ نو د دې اصل پر اساس په هیواد کې د پښتو ژبې ویونکي ډېر دي او زدکړې باید په پښتو ژبه وي، د رسمیاتو لومړنۍ ژبه باید پښتو وي، د رسنیو ژبه باید پښتو وي، چې داسې نه دی او د پښتو ژبې دا حق خپلو پښتنو تر پښو لاندې کړی او له دې ژبې سره یې جفا کړی او کله یې د دې خبرې احساس هم نه دی کړی، چې موږ له ځان او خپلې ژبې سره جفا کوو او ولې یې کوو؟ په پوهنتونو کې پښتانه زده کړیالان په دې موضوع کې له لوې ستونزې سره مخ دي، چې هم یې درسونه په دري ژبه دي او هم استادان لکچر په پښتو ژبه ورکوي.

دا کار یوازې دري ژبې استادان نه کوي، بلکې دا کار پښتانه استادان هم کوي. زه خپله د دې شاهده یم، موږ په پښتو ادبیاتو کې درس ویلې، نو هېڅ استاد د دې حق نه درلوده، چې موږ ته په بله ژبه درس راکړي. زموږ د تاریخ او ثقافت اسلامي استادان پښتانه وو، خو دوی به تل موږ ته په دری ژبه کتاب او چپتر راکوه.

دا راته ډېره جالبه وه، د پوهنتون په دوهم ټولګي کې وم، د روان پوهنې استاد مو پښتون وو، موږ ته یې کتاب راکړی وه، چې په دري ژبه لیکل شوی وه، لیکچر به یې نیم دری نیم پېتو ویلې، موږ ورته وویل چې کتاب دې باید په پښتو ژبه وای. ویل خیر اوس مې نوی لیکلی تاسې به یې له خیره پښتو ته وژباړئ، د پښتو ژبې زده کړیالان یاست، کله چې سمستر پای ته ورسید زه ورغلم، چې زه دا کتاب پښتو ژبې ته ژباړم. راته یې کړه څه یې کوې اوس خو ستاسې سمستر پای ته ورسید په دې او هغې بهانه یې ځان خلاص کړ او د دې اجازه یې را نه کړه، چې هغه کتاب زه پښتو ته وژباړم. ځکه اصلي خبره دا وه، چې که دا کتاب ما ژباړلی وای، نو د دې کتاب پښتو ډېرو زده کړیالانو اخیسته او د ده د کتاب د خرڅلاو مخه نیول کېده، نو ځکه د خپله مالي ګټه په نظر کې ونیوله او خپله معنوي دنده یې هیره کړه. د دومره زده کړیالانو ستونزې یې په نظر کې ونه نیولې. په همدې ډول ټولو پښتنو له خپلې ژبې سره جفا کړې او لا یې هم کوي.

د دې لامل خپله پښتانه دي چې، دوی ته د خپلې ژبې په ویلو او پاللو متعصب ویل کېږي. دوی خپله ژبه هیره کړې او تل یې نورې ژبې پاللي؛ نو ځکه اوس هغه پښتانه چې پښتو وایي او پښتو پالي غواړي، چې له پښتو ژبې سره د خیانت او جفا مخه ونیسي هغوی ته بیا متعصب ویل کېږي.

که په خپله ژبه خبرې کول، لیکل، لوستل او د خپلې ژبې پالل تعصب وي، نو د نړۍ ټول هغه خلک چې د خپلې ژبې له پاره کار کوي هغه بیا متعصب دي. دا هغه تورونه دي، چې تل په هغو پښتنو لګول کېږي، چې هغوی د خپلې ژبې له پاره کار کوي. دا تورونه بیا د دې لامل شوي، چې زموږ ډېری پښتانه د خپلې ژبې ویل او پالل پریږدي. پرته له دې چې خپله فکر وکړي او بیا پریکړه وکړي.