ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د پروانې پر سبک مو سټریس ختم کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

پروانه هغه ناجوړې ده چي د خپل سټریس په باره کي د ډاکټر اشتاین باوم له روشه په استفادې سره خبري کوي، دغه متن مو په لږ څه تغیر سره ستاسي له پاره چمتو کړی دئ.

له ډېر وخته مي د سر شدید درد لود او په سټریس اخته وم خو دې هرڅه ما ته فرصت برابر کړ څو د ډاکټر اشټاین باوم له لارښوونو څخه استفاده وکړم. ما سملاسي د ساه اخیستلو له روشه چي ډاکټر راته رهنمايي کړې وه استفاده وکړه او چي ومي لیدل څوندي آسانه او مؤثره حللاره وه حیرانه سومه. تاسي ته هم سپارښتنه کومه چي که اړتیا لرئ اجراء ئې کړئ. زه ډېره د هغو کارونو په پرېښوولو کي چي نې سم تغیرولای ښه نه یمه خو اوس مي اراده کړې ده چي دغه کار وکړم. ما او زما ډاکټر بیاځلي د کاغذ پر مخ پر هغو موضوعاتو باندي چي نې سم کولای تغیر ئې کړم – بحث وکړ. دا یو ښه عادت نه دئ او زه باید زده کړم چي څنګه هغه تغیر کړم.

زه همدارنګه ورځنۍ پېښي او ورځني موضوعات ټول راسره لیکم چي دا ډېر ښه دي. زه هرڅه راسره یاداښتوم: ښه، بد او جالب. پر هنداره باندي مي د هغو کارونو د نښلولو پر ځای چي باید وې کړم، الهام بخښوونکي او هڅوونکي جملې نښلولي دي. زما هڅوونکي او انګېزه بخښوونکي جملې ډېري خوښېږي؛ لیدل ئې خورا ښه دي. کېدای سي دا کار په ظاهره لږ احمقانه معلوم سي؛ خو که دغه کار وکړئ متوجه کېږئ چي هدف مي چشي دئ. ستاسي د خندا سبب به وګرځي او در په یاد به کړي چي چشي ډېر د اهمیت وړ دي.

مثلاً که زما يوه شریکه ما ته راسي او د هغو څیزونو په اړه چي اندېښمنوي ئې خبري وکړي، هغې ته به ووایمه چي آرامه اوسي او ساه واخلي او هرڅه به سم سي. که هغې ته ویلای سم، نو ځان ته هم ویلای سم. زه کولای سم ټول هغه څیزونه چي ډاکټر مې ما ته راښيي وکړم او يو هوسا او راحته ژوند ولرم. اولادونه مي هم ډېر ښه دي او یو دامداره وظیفه هم لرم. کېدای سي پلان او پروګرام مي له ډېرو خلګو سره جلا او متفاوته وي خو دغه ښه فرصت او چانس لرم چي له بهترینو خلګو سره سروکار ولرمه او د یوه/ې چا په ورځ کي تفاوت راولم.

ما تر ډېره بریده د نوشابو چښل کم کړي دي، او په اشتها کي مي تغیر هم حس کړی دئ. ما فکر کاوه چي زه به ددغه کار په کولو سره د مشکل سره مخامخه سم، خو تر هغه ډېر آسانه و چي څوندي مي فکر کاوه. که تاسي هم زما په شان په دغه مشکل آخته ياست تاسي ته هم سپارښتنه کوم چي د نوشابو چښل مو را کم کړئ. زه همدارنګه هڅه کوم چي په کور کي د زیات او په هول هول خوړلو عادت راکم کړم، البته په کارځای کي مي ډېره په دغه برخه کي توانېدلې نه یمه. ما یو غذايي پروګرام هم را پیل کړی دئ، ځکه نو منتظره یمه چي د ډېرو فزیکي تغیراتو شاهده هم اوسم. زما ۴۲ کال تازه را شروع سوی دئ او د سږکال یو هدف مي دغه هم دئ چي په مرتب او منظم ډول ورزش وکړم.

زه د ورزش کولو پر څنګ ځیني نور اهداف هم لرم: اول، د تنفس او ساه اخیستلو تمرین کوم، همدارنګه په پام کي لرم چي ځان ته د استراحت له پاره وخت هم ورکړم، په کور او کارځای کي مي کاملاً خپل غذايي رژیم تغیر کړم، د دې اندېښنه ونه لرمه چي نور زما څخه ناراحته دي، د شپې وخته بیده سمه، يو کتاب ولیکم، د ګلف لوبي زده کولو ته ادامه ورکړم، او یو د ساتېري او تفرېح هدف هم دا دئ چي یو سمندري سفر هم ولرم.

د ژوند په روش کي تغیراتو زما سټریس او جسمي مشکلات له سردردي، خوب، د نس دردونه او همدارنګه ځیني نور مشکلات را ختم کړي دي. ما په دغه اړه د ږغېدلو او خبرو کولو څخه ښه احساس نه کاوه، خو له هغه وخته چي د ډاکټر ته سره مي خبري وکړې، متوجه سومه چي زما په شان ډېری خلګ یاد مشکلات لري. امید لرمه چي د ستونزمنو مسایلو په شریکولو سره، نور کسان هم زما حالت ته راسي او ډېر شیان زما له تجربو څخه زده کړي او بیا ئې په خپل ژوند کي وکاروي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي