ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

هغه معلوله لوبغاړې چې ۷ مډالونه يې ګټلي

راپور: نسیمه محمدي

پروانه هغه معلوله لوبغاړې چې ۷۰ کیلو وزن پورته کوي.

پروانه عارفي چې دواړې پښې یې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې پرې شوي، خو پنځه کاله کیږي چې پاورلفتنګ ورزش کوي او ۷۰ کیلو وزن پورته کوي.

نوموړې ازادۍ راديو ته وويل:

“هره ورځ ورزش کوم او په جیم کې د ورزش کولو تر څنګ مې په کور کې ورزشي وسایل چمتو کړي دي، د خپلو ستونزو له امله کلب ته نشم راتلای او زیات تمرین په کور کې کوم، اوس مې چمتوالی نېولی چې د ۷۰ – ۸۰ کیلو ګرامه وزن پورته کړم. ”

نوموړې تر اوسه اووه مډدالونه ګټلي دي.

پروانه معلوله ده او د افغانستان په جګړو کې یې دواړه پښې پرې شوي، خو په مټو کې یې همت شته.

مېرمن عارفه وايي:

“د وزن پورته کولو ورزش ته چې راغلم، دلته روغې نجونې هم وې او تمرین یې کاوه، خو ما د هغوی سره سیالي کوله.

سعدیې د افغانستان په سطحه دویم مقام درلود، چا د هغې سره سیالي نه کوله، خو سره له دې چې زه معلوله وم، له هغې سره مې سیالۍ وکړه.”

نجیب الله د وزن پورته کولو روزونکی وايي:

“د دوی لپاره دا زمینه برابره شوې او موږ د تکړه استادانو تر نظر لاندې ورسره همکاري کوو‌، پروانه عارفي د افغانستان او سویلي آسیا په سطحه زموږ د ویاړمنو او مډال راوړونکو مېرمن څخه ده.”

د پاورلفټنګ ورزش فدراسیون په افغانستان کې په ۱۳۸۹ه ل کې جوړ او اوسمهال په کې ۲۵ ښځینه او ۱۲۰ نارینه په ورزش بوخت دي، خو په معلولو ورزشکارانو کې پروانه د افغانستان په سطحه لومړۍ معلومه مېرمن ده چې تر اویا کیلو وزن یې پورته کړی دی.

پروانه عارفي ۲۳ کاله عمر لري، څلور میاشتې وړاندې يې واده کړی او د کور ټولې چارې په خپله او عادي توګه تر سره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ