سپورټ کرکټ

پروین کومار: تر اوسه مې مېږی نه دی ازار کړی، ګاونډی څنګه خفه کولای شم؟

د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او منځنی توپ اچوونکی پراوین کومار د خپل ګاونډي او د هغه د زوی په وهلو تورن شوی دی.  د پراوین کومار ګاونډی ډيپک شرما نومېږي او د تلویزیون پروډیوسر دی.

د ډېسمبر په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پراوین کومار تورن شوی، چې په خپل ګاونډي او د هغه پر زوی یې ګوزارونه کړي دي.

ویل کېږي چې یو هلک او د هغه پلار د بس لپاره انتظار کاوه، کله چې بس ودرید او دوی ور وختل؛ نو د پراوین کومار موټر راغی او لاره یې بلاک کړه، چې دې چارې سره تاوتریخوالی رامنځته شوی او کومار په خپل ګاونډي لاس پورته کړی.

دا مسئله په هندوستان او نوره نړۍ کې د ورزشي رسنیو د سر ټکی دی.

Praveen-Kumar.jpg

خو پراوین کومار ویلي:

«ده تر اوسه مېږی هم نه دی وژلی؛ نو څنګه کولای شي، چې په خپل ګاونډي لاس پورته کړي.»

د کومار مطلب له دې خبرې دا دی، چې هغه هیڅکله داسې چاره نه ترسره کوي، چې چاته زیان ورسوي.

د سیمې پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړي او د ثبوت اړوند اقدامات به ترسره شي.

هند کې ژوند طبقاتي دی او زیاتره وخت پکې د بډایه خلکو ژوند یو څه غوره وي او د غریبو خلکو تریخ وي.

د پراوین کومار لنډه پېژندنه

هغه د هند په اوترا پردېش ایالت کې زېږېدلی، چې ۳۳ کاله عمر لري، ۲۰۰۷ م کال کې هندۍ لوبډلې سره یو ځای شو او د سوېنګ پاچا بالر نوم یې ګټلی و.

تر ۲۰۱۴ م کال آې پي ایل پورې له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره ولوبېد.

نوموړی اوس نه په آې پي ایل او نه هم د هند په ملي لوبډله کې لوبېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې