ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه سینما او موسیقي کلتور او هنر

پر ټولنه د بهرنیو سریالونو اغېز

لیکنه: ملیحه ناصري

موږ او تاسو په مذهبي ټولنه کې اوسو، له نورو فرهنګونو سره زموږ کلتور خورا توپیر لري. زموږ فرهنګ کې دیني عقاید ډېر ځای شوي دي چې دې ارزښتونو ساتل، زموږ تر دیني وجیبې سربېره د افغانیت او پښتونولۍ څرګندويي هم کوي.

پوهانو او لویانو ويلي چې که غواړئ یوه ټولنه تر خپل ښکېلاک لاندې کړئ او پرې برلاسي شئ، فرهنګ/ کلتور یې ترې واخلئ. دا مانا چې په داسې ډول د دوی په منځ کې نفوذ پیدا کړئ چې پر ځان پوه نشي، خو درته تسلیم شي.

زموږ ډېری رسنۍ تر خپل فرهنګ ډېر پردیو فرهنګونو ته کار کوي. یانې د پردیو فرهنګونو مطابق جامې اغوستل، د ښځو بې ستره کول، د کوژدو/ ودونو او نورو محفلونو بېلابېل پردي دودونه، دا ټول دلته خپروي.

رسنۍ د خبر رسولو او ځينو نورو اړینو کارونو دنده لري. مالومات خپاره کړي، علمي، فرهنګي، دیني، تفریحي، ساینسي… خپرونې ولري چې خلک پرمختګ ته وهڅوي، خو په خواشینۍ سره زموږ معتبرې رسنۍ د خپلې سوداګرۍ په موخه، پردي ناوړه فرهنګونه دودوي.

هغه سریالونه (ترکي، هنديو امریکايي، کولمبیايي…) چې  دلته خپاره شول/ خپرېږي، پر ځوانانو د هغوی پر اخلاقو او ټولنیزو فعالیتونو یې خورا ژور اغېز ښندلی دی. تر مثبتو اړخونو یې منفي هغه ډېر و. جګړه‌ییز سریالونه دلته خپرېږي چې هر ماشوم مو اوس د قلم پر ځای پلاستیکي ټوپک په لاس په کوڅو کې مصنوعي مورچلونه جوړوي، ډله ډله یو بل پسې منډې وهي چې د جنګ صحنه تمثیل کړي. ټوپک پکار دی، خو په نظامي چارو کې نه په ماشومتوب کې چې د فکر ودې پر ځای له رکود سره مخ شي.

ځينې نجونې مو دومره بې ستره شوي چې په نامناسبو جامو کې چې آن د ورور/ پلار تر مخې د اغوستلو نه وي، دوی په ښار/ بازار کې په همدغو جامو کې ګرځي. غلیظ یا تېز ارایشونه، خواره ويښتان، ډول ډول ګاڼې اغوندي او د پردیو نارینه‌وو تر مخې ګرځي. دا تمدن نه دی، دا فکري او فرهنګي ښکېلاک، د ګناه ترویج دی. زموږ ټولنه کومه اروپايي یا بې دینه ټولنه نه ده چې پرته له کوم بندیزه هر څوک هر شی وکړي، دلته مذهب دی، دین او شرعي نصوص شته.

ځينې ځوانان (هلکان) د یوې موضوع په اړه د تفکر/ پلټنې پر ځای فلمونه/ ګېمونه ګوري، نامناسبه بنډارونو ته ځي، د نجونو په څېر جامې اغوندي، وروځې سموي، د نجونو سینګار توکي کاروي….

تر ټولو ناوړه کار چې ځينې هلکان یې کوي، د نجونو شخصي اکونټونه پیدا کوي، مسېج ورته وکړي، ویې غولوي، بېلابېل ثبوتونه پرې جوړ کړي، د مسېجو سکرینونه یې ځان سره ساتي، بېرته نجلۍ پرې ګواښي. موږ شاهد یو چې په تېرو اونیو کې یوازې کابل کې څو نجونو د همدې له امله ځانوژنه وکړه.

هر انسان نفسیات لري، ډېری نجونې ساده وي، ژر تېر ‌ایستل کېږي، خو تېر ایستونکی کس دې وجدان نه وژني. هغه کار چې څوک یې پر خپله خور/ لور نه لوروي، ولې یې د بل چا له لور سره کوي.

ټولې نجونې بېلارې نه دي، دلته چې څوک ټولنیزې رسنۍ وکاروي، هغه بېلارې برېښي، خو اوس د دغو څيزونو کارول، اړتیا ده.

تر هر څه ورهاخوا د مور/ پلار او مشرانو پر وړاندې بې احترامي او سپکاوی هغه څه دي چې موږ یې علني په دې سریالونو کې وینو. لور/ زوی له خپل مور/ پلار سره داسې چلن کوي ته وا کوم د کوڅې د سر پردی او سپک کس دی. ژبه وهل، جګړې کول، نصیحت یې نه منل… دا ټول د سریالونو منفي اغېز دی.

نامشروع اړیکې، غلاوې، چور، په کوڅو او عامه سړکونو کې د خلکو لوټل، وژل، اخلاقي او نور فسادونه یې دود کړل؛ ځکه سرچینه د هر څه له فکره وي چې فکر سم نه وي، کار نه سمېږي.

ټولو ته جوته ده چې په عادي خبره اوس خلک یو بل طلاقوي، یانې ښځه طلاق غواړي یا خاوند طلاق ورکوي.

په ورته وخت کې یوه مېرمن/ نارینه د خپل شرعي شریک په شتون کې له نورو سره په رسنیو یا له نږدې ناوړه اړیکې پالي.

پر  سړکونو نجونې ځورول کېږي، ماشومان برمته کېږي، بېلابېلې ستونزې کورنیو ته جوړېږي. دا هر څه هره شپه/ ورځ په بهرنیو سریالونو کې تمثیل او دلته خپرېږي.

یادونه: هره پدیده او هر کار مثبتې/ منفي پایلې لري، سریالونه د مثبتو اړخونو په پرتله منفي ډېر لري چې دا د فکر رغاوي پر ځای افکار ړنګوي.  سمه ده چې سمدستي نشي کېدی چې د درنو کورنیو غړو نه خراب کار وشي؛ خو ورو ورو نامستقیم ډول د دوی پر کړنو د اغېز څرکونه لیدل کېږي. د انسان ارواه دېری وخت نامستقیم له یوې ښکارندې اغېزمنېږي؛ لکه په خپه چاپېریال کې په اوسېدو که لس ورځې د عادت له مخې وخاندو، بلاخره موږ کې هم د خپګان نښې جوتېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ