د څلورو لوبغاړو پرتله؛ ډیویلیرس، کیوین پېټرسن، سورېش رېنا او ګلېن مکسوېل

یاران سپورټس
د کرېک اېنفو وېبپاڼې داسې یوه مقاله خپره کړې، چې پکې د ای بي ډیویلیرس او کیوین پېټرسن پرتله شوې او د ګلېن مکسوېل او سورېش رېنا پرتله شوې.
ای بي ډیویلیرس د سویلي افریقا د ترانسوال سیمې اوسېدونکی دی او هغه کرکټ لوبغاړی دی، چې د کرکټ نړۍ ټول ماهرین او مبصرین یې په ۳۶۰ پېژني.
مطلب دا چې د کرکټ برخه کې دی یوازینی لوبغاړی دی، چې په هر ډول شاټ وهلو توانا دی او هر لوري ته شاټ وهلی شي.
دی پر دې سربېره یو شمېر ریکارډونه هم لري، چې د دغو ریکارډونو په منځ کې یې په ۳۱ توپونو یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف سلیزه وهل، یو له سترو ریکارډونو څخه دی، چې تر اوسه د کرکټ نړۍ هېڅ لوبغاړی نه دی توانېدلی، چې د ده دغه ریکارډ مات کړي.
ده دغه ریکارډ په ۲۰۱۵ م  کې په ویسټ انډیز جوړ کړی و.
دی پر دې سربېره هغه لوبغاړی دی، چې د نړۍ له هېڅ ډول کرکټ بالر څخه وېره نه لري او خورا ډاډه یې لوبوي.
۲۰۱۵ م نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې په راشدخان یو اوور کې ۴ شپږیزې ووهلې.
بل پلو کیوین پېټرسن هم اصلاَ د سویلي افریقا دی او د انګلستان په لوبډله کې لوبېدلی دی.
کیوین پېټرسن یو له پیاوړو او هېټرانو توپ‌وهونکی دی، چې ډېر وخت یې د کرکټ نړۍ کې تېر کړی دی او د ۲۰۱۰ م نړیوال شل اوریز جام پر مهال کله چې اسټرالیا او انګلستان پایلوبې ته وتلي وو، نو کیوین پېټرسن د اسټرالیا بالران ټول وټکول او انګلستان ته یې خورا چټک سټارټ یا پیل ورکړ.
ده له کی سوېټر سره شاو خوا سل منډې ملګرتیا وکړه او کی سوېټر بیا په ۶۴ منډو اوټ شو.
اوس تاسې ووایئ چې کوم لوبغاړی ښه دی، کیوین پېټرسن او که ډیویلیرس؟
ستاسو کوم لوبغاړی خوښ دی؟
ورپسې د سورېش رېنا او ګلېن مکسوېل پرتله
ګلېن مکسوېل د اسټرالیا منځنی هېټر توپ‌وهونکی او په عین وخت کې یو الراونډر لوبغاړی دی، چې اف برېک توپ اچونه کوي او هم په ښي لاس چټکه توپ‌وهنه کوي.
په منځنۍ برخه کې د ده چټکه توپ‌وهنه زیاتره د اسټرالیا لپاره پوره هیله بښونکې وي.
د ۲۰۱۹ په لومړیو کې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې یې د پاکستان خلاف یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې خورا وځلېد، چې درې لوبو کې یې بې سارې چټکه توپ‌وهنه وکړه او د پاکستان د وایټ واش کولو لامل شو.
سورېش رېنا
سورېش رېنا چې کیڼ لاسی هندوستانی الراونډر لوبغاړی دی، توپ‌وهنه یې په خپل وخت کې کم سارې وه.
د ۲۰۱۰م شل اوریز جام کې یوازینی لوبغاړی و چې د هند لپاره یې سلیزه ووهله او د سریلانکا خلاف سلیزه ثبت کړه.
مکس وېل او سورېش رېنا دواړه الراونډران دي او د خپل وخت بې جوړې لوبغاړي دي.
خو ستاسو رایه چاته ده، د رېنا ښه‌والي ته او که د مکسوېل ته؟
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.