بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

په ژوند کې د بریا درې رازونه، لوستل یې د هر کس لپاره ګټور دي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا خوښېږي مو چې ذهن او بدن مو داسې تنظیم کړئ، چې تل په مثبت حالت کې و اوسئ او د بریا په دوران کې پاتې شئ؟

په دې لیکنه کې، په ژوند کې د بریا په درې رازونو باندې رڼا اچوو، چې تاسو کولای شئ، له هغو څخه د خپلې ذهني پروګرام جوړونې لپاره بېلګه واخلئ، تر هماغې شېبې چې له خوبه را ویښېږئ، د بریا او کامیابۍ په حالت کې وئ او د ورځې په اوږدو کې تصمیم‌نیونې مو هم په داسې بڼه وي، چې تاسو د خپلو غوښتنو په لور سوق کړي.

هوښیار و اوسئ

که په خپلو ورځنیو تصمیمونو کې هوښیار و اوسئ، نو مناسبې کړنې او چلندونه به ولرئ، چې له تاسو سره خپلو موخو ته په رسېدو کې به مرسته وکړي. په ژوند کې موخه ولرئ، د خپلو ارزښتونو او لومړیتوبونو پر بنسټ په کړنو لاس پورې کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې نور تاسو ته ووایي، څه وکړئ او کوم کار ترسره کړئ.

کله چې هوښیارانه تصمیم نیول پیلوئ، نو دا فکر درسره پیدا کېږي، چې آیا په دې کار سره به خپلې موخې ته نږدې شئ یا به ترې واټن واخلئ، د هغه کار دلیل، چې دا اوس د ترسره کولو په حال کې یې یاست څه دی؟ ولې دا کتاب لولئ؟ د ترسره کولو لپاره بل کار نه لرئ؟ یا همدا سایټ چې دا اوس یې په مطالعه باندې بوخت یاست، آیا ستاسو لپاره یو یا څو ګټور ټکي لري، چې په هوښیارانه توګه په خپل ژوند کې ترې کار واخلئ او داسې خپل شرایط ښه کړئ، چې د خپلې خوښې وړ تګلوري کې مخ ته لاړ شئ؟

موخې مو څه دي؟

ـــ روغ و اوسئ؟ وزن کم کړئ؟ مناسب اندام ولرئ؟

ـــ خپلې خوبیزې دندې ته ورسېږئ؟ خپل خوبیزکور واخلئ؟ خپل خوبیز ژوند ولرئ؟

ـــ مشخصې پانګې ته لاسرسی پیدا کړئ؟ کورنۍ تشکیل کړئ؟ یا د خپلې خوښې ښځینه یا نارینه سره لیده کاته وکړئ؟

که واقعاً غواړئ خپلو موخو او غوښتنو ته ورسېږئ او په واقعیت یې بدل کړئ، درې کارونه دي، چې باید هوښیارانه او په محسوس ډول یې ترسره کړئ.

۱ ـــ خپلې موخې ولیکئ؛

۲ ـــ یو پیاوړی باوریز سیسټم رامنځته کړئ؛

۳ ـــ په خپل ځان باندې پانګونه وکړئ.

۱ ـــ خپلې موخې ولیکئ

په ژوند کې د بریا یو راز دا دی، چې موخې مو ولیکئ، تر ټولو لومړی کار چې سهار یې ترسره کوئ، دا ټاکي، چې ورځ مو ټاکل شوې ده څنګه وي. ذهن مو داسې جوړ کړئ، چې د هماغه د وېښېدلو له وخته په پیاوړو او ځواکمنو شرایطو کې وي، په دې تګلارې سره به په بشپړه توګه یوه ښه او غوره ورځ ولرئ. اوس څنګه کولای شئ، چې دا ډول شرایط د خپل ځان لپاره رامنځته کړئ؟ هره ورځ سهار د خپلو موخو په لیکلو سره. کله مو چې دا کار وکړ، نو د خپلې مهمې موخې شاوخوا کرښه را تاو کړئ؛ هغه موخه چې په اوږد مهال کې به ستاسو په ژوند باندې ډېره زیاته اغېزه ولري.

اوس له خپله ځانه وپوښتئ: “نن کوم کارونه ترسره کولای شم، چې هر څه ته بدلون ورکړي او ما خپلې دې موخې ته نږدې کړي؟”

ټول هغه کارونه او اقدامات چې په ذهن کې مو تېرېږي، یاددښت کړئ، د دوو مهمو مواردو شاوخوا ته یې کرښه را تاو کړئ، تر کله مو چې ترسره کړي نه وي، نو مه درېږئ.

دا تګلاره په بېسارې توګه ښه او اغېزمنه ده، چې تاسو د سهار په لومړیو کې په ښو شرایطو کې مېشتوي، د دې پرځای، چې سهار سرګردانه او خوبولی واوسئ او نیم ساعت وخت ونیسي، ترڅو را ویښ او هوښیار شئ. ذهن مو تنظیم کړئ، ترڅو ګټور او بریالی اوسي.

د موخو د لیکلو لپاره مو یو بل ښه دلیل دا دی، چې په لوستلو سره به یې ښه احساس ولرئ؛ داسې یې ولیکئ، چې ګواکې همدا اوس پایلې ته رسېدلی یاست، د دې لیکلو او لوستلو په هره ورځ تکرار سره به ستاسو ښه او مثبت فکر تضمین شي او له موخو سره  سم به کړنې ترسره کوئ. هغه موخې، چې په کاغذ باندې ونه لیکل شي، یوازې یوه هیله ده او بس! هغه ځواک، چې د موخو په لیکلو کې پټ دی، تاسو د بریا لپاره د دویم شرط په لور سوقوي.

۲ ـــ باورونه مو غښتلي کړئ

په ژوند کې د بریا یو راز دا دی، چې باورونه مو غښتلي کړئ، که له پیاوړو کسانو څخه وپوښتئ، د بریا لومړۍ قاعده یې څه ده، نو ټول به ووایي: په خپل ځان او په هغه کار باندې چې ترسره کوي یې، باور لري او د دې باور له څرګندولو څخه نه وېرېږي. که تاسو خپل ځان ونه منئ، نور به مو ولې ومني؟ کله چې نور له تاسو څخه، ستاسو د موخو او غوښتنو په اړه پوښتنه کوي، له روښانه او واضح بیان څخه مه وېرېږئ، ښایي په لوړو موخو پورې مو وخاندي او په ملنډیزه سترګه درته وګوري، خو تاسو په هغه باور باندې په تکیه کولو سره، چې په خپل ځان باندې یې لرئ، نباید د هغوی غبرګون ته ارزښت ورکړئ. که د خپلو غوښتنو په اړه کمزوری او ډاډمن ونه اوسئ، نو زړه نا زړه تصمیم به ونیسئ، چې هېڅ ځای ته مو نه رسوي.

د بهیر پرخلاف پرمخ لاړ شئ او توپیري واوسئ. دې ټولو ته په نه پام سره، په دې نړۍ کې څو کسان دي، چې واقعاً خپل خوبیز ژوند لري؟ اوس، له دې وو څخه څو کسان یې، که ترې پوښتنه وکړئ، چې موخې یې څه دي، د «نه پوهېږم» په جملې سره ځواب ورکوي؟ نو هوډمن واوسئ په خپل ځان باندې باور وکړئ، خلک له دې امله، چې زړورتیا لري، خپلو خوبونو پسې لاړ شئ، تاسو ته به درناوی وکړي.

یو وخت مې یوه کیسه واورېده، چې د یوه ځوان په اړه وه، چې د ویډیویي محصولاتو په یوه پلورنځي کې یې کار کاوه. هغه هره ورځ دوې مجلې له خپل ځان سره، خپل کار ځای ته وړلې: یوه یې د کار رامنځته کوونې په اړه وه او بله یې داسې یوه مجله وه، چې د لوړ بیه موټرونو له انځورونو څخه ډکه وه، رییس یې ترې پوښتنه وکړه، چې ولې هره ورځ دا مجلې له خپل ځان سره راوړې او د ځوان ځواب دا و: «زه هغه موټر ټاکم، چې ټاکل شوې ده، وایخلم.» د رییس غبرګون د هغو کسانو په څېر و، چې منځنی ذهن لري: هغه خپل ځان ستړی کوي، نوموړی به هېڅکله داسې یوه موټر ته ونه رسېږي او په پای کې به ناهیلی شي.

څو موده وروسته ځوان په یاد پلورنځي کې خپل کار خوشې کړ او په خپلو خوبونو پسې لاړه، څو کاله وروسته نوموړی بېرته همدې پلورنځي ته را وګرځېده، ترڅو هغوی ته ویډیو ور وښایي او په ویډیو کې لیدل کېدل، چې هماغه موټر کې سپور دی، کوم چې له هغې مجلې څخه یې ټاکلی و.

هماغه کسانو په هماغه ځای کې کار کاوه، چې دا ځوان پخوا د دوی همکار و. اوس کولای شئ تصور وکړئ، کله چې هغه یې له هماغه موټر سره ولیده، چې فکر یې کاوه، هېڅکله به یې څښتن نه شي، څه څېره یې لرله؟ دا ټول په یوه غښتلي فکري او باوریز سیسټم سره پیل شول.

غوښتنو او خوبونو ته د رسېدو لپاره لومړی ګام دا دی، چې پرې باور او تصور یې کړئ. کله چې تاسو په خپل ذهن کې باور لرئ، چې همدا اوس به خپلو موخو ته ورسېږئ، د څېړنې او باور یو حس رامنځته کېږي، دا باور ستاسو پرېکنده توب د اقدام او عمل په لور مخ پر وړاندې بیایي، کله چې پوهېږئ، پایله به څه وي، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ هغې پایلې ته د رسېدو لپاره، اړین اقدامات ترسره کړئ.

تاسو ډاډه یاست، کوم بدن چې خوښېږي مو، وبه یې لرئ.

تاسو ډاډه یاست، له هغې کورنۍ سره، چې هیله یې لرئ، په خپل خوبیز کور کې به ژوند وکړئ.

تاسو ډاډه یاست، کومه دنده چې خوښېږي مو، وبه یې لرئ او هغه پانګه، چې پرې باور لرئ، وړ یې یاست، ترلاسه به یې کړئ.

که د خپلې بریا تصویر تل په خپل ذهن کې تکرار او مجسم کړئ، نو په خپل مغز کې نوې عصبي لارې رامنځته کوئ. ذهن مو نه شي کولای شي، د واقعیت او د هغه څیز ترمنځ، چې یوازې پیاوړي او روښانه تصورات دي، توپیر وکړي. خیالبافي وکړئ او پرې باور ولرئ، داسې تصور وکړئ، چې همدا اوس خپلو غوښتنو ته رسېدلی یاست. که خوب مو د ذهن ملکه شي، نو ډاډه به شئ، چې یوازې شونې پایله همدا ده او هڅه کوئ، چې داسې لارې پیدا کړئ، ترڅو رامنځته شي.

۳ ـــ په خپل ځان باندې پانګونه وکړئ  

له یوه پوه څخه پوښتنه وشوه، تر ټولو غوره شونې پانګونه، چې یو څوک کولای شي وې کړي، څه ده؟ ځواب یې لنډ، ساده او په زړه پورې و: «په خپل ځان باندې پانګونه وکړه.»

د دې پوه نوم وارن بافت (Warren Buffett) دی، چې د نړۍ تر ټولو بریالی کار رامنځته کوونکی او پانګوال دی او د فوربس (Forbes) د راپور پر بنسټ ۵۳.۵ میلیارده ډالره پانګه لري. د شخصي روزونکي ګمارنه، په ورزشي صنف کې نوم لیکنه کول، د سالمو خوړو چمتو کول، د کتاب اخیستل او د زده کړنیزو لګښتونو ورکړه، بېځایه مصرف نه، بلکې پانګونه ده، هغه هم په خپل ځان باندې پانګونه.

ځینې کارونه، چې کولای شئ، په خپل ځان باندې د پانګونې لپاره یې ترسره کړئ:

ـــ سپورټ

تمرین او ورزش کول د اندروفین د ترشح کېدو سبب ګرځي، تاسو ته فوق العاده ښه احساس درکوي، د کار پایله او انرژي لوړوي. که د ورزش کولو لپاره یو وخت ځانګړی کړئ، نو خپل ورځني کارونه به په ښه توګه ترسره کوئ او له هغو څیزونو سره، چې ژوند یې ستاسو په مخ کې ږدي، په ښه توګه کولای شي وې منئ، څلوېښت تر پنځه څلوېښت دقیقې وخت، هغه څه دی، چې ورته اړتیا لرئ او د ورزش او تمرین کولو لپاره هم تر ټولو غوره موده همدا ده.

ـــ له ځانه پوښتنه کول

کله چې له کارځای څخه د بېرته را ګرځېدو پرمهال پلورنځي ته ځئ، نو له خپل ځان څخه وپوښتئ: « کوم خواړه مې ذهن او بدن پیاوړی کوي چې ښه احساس او کړنې ولرم؟» په هغه ځواب سره، چې دې پوښتنې ته یې ورکوئ، نو د خپل ځان لپاره د غوره اوسېدو شرایط رامنځته کوئ او په هوښیارانه توګه خواړه ټاکئ، چې ستاسو ذهني او جسمي وړتیاوې لوړوي او ښه تصمیمونه به ونیسئ.

ـــ مطالعه

کتاب لوستنه پیل کړئ، کابو ټول کتاب اخلي، خو ډېر کم شمېر یې په بشپړه توګه لولي.

ـــ  کتاب په غَور سره لوستل

کم شمېر کسان هغه کتابونه، چې اخیستي یې دي، لولي، خو ډېر کم شمېر کسان، هغه څه یې چې لوستي، یاد ته یې سپاري. یوازې کتاب لوستونکی مه اوسئ، بلکې واقعاً یې مطالعه کړئ.

ـــ د کتاب هره ورځ لوستل

انګېزه بښونکی ویناوال برایان ټریسي وایي: « په ورځ کې یو ساعت مطالعه، د درې کالو په اوږد کې، چې په هره برخه کې فعالیت لرئ، له تاسو نه به یو غوره انسان جوړ کړي. د پنځو کالو په اوږدو کې به په یوه ملي مرجع باندې بدل شئ او د اوو کالو په اوږدو کې کولای شئ، په خپله کاري برخه کې، په نړۍ کې یو له غوره افرادو څخه واوسئ.»

ـــ یادښت واخلئ

هېڅکله کور له قلم او کاغذ پرته مه پرېږدئ، معمولاً تر ټولو غوره آیډیاوې په نامناسبو شرایطو کې، ذهن ته راځي؛ یاددښت یې کړئ، فکر مه کوئ، چې په یاد به مو پاتې شي؛ نه پاتې کېږي، له دې سره سره، د آیډیا او فکر یاددښت کول ذهن ته د دې اجازه ورکوي، چې ذخیره یې کړي او لا ډېرې غوره آیډیاوې وړاندې کړئ.

ـــ د نوي مهارت زده‌کړه 

هڅه وکړئ، چې هره ورځ یو نوی مهارت زده کړئ یا یو نوی مطلب زده کړئ. په ورځ کې یو مهارت یانې په کال کې ۳۶۵ نوي مهارتونه. اوس تصور وکړئ، که همدا نن یې پیل کړئ، نو یو کال وروسته به څنګه وئ؟

ـــ پخپله خوښه د یوه کار ترسرول

هو هڅه، کوښښ او پشتکار، په بریا کې بنسټیز لامل دی، خو لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل تفریح وکړئ او یو هیجاني، خوشالونکی او ځانګړی کار ترسره کړئ، چې تاسو ته د خوښۍ او خوشالۍ احساس درکړي.

ـــ دوام او پرله‌پسې‌والی

وروستۍ قاعده او سپارښتنه، چې ستاسو لپاره یې لرو، دوام ورکړئ او دوام ورکړئ!

کله وخت شرایط ډېر زیات سختېږي او لاره اوږده ښکاري، خو تاسو باید دوام ورکړئ او مه درېږئ، په خپلو موخو باندې مرور وکړئ او ترې یادونه وکړئ او مجسمول یې مه هېروئ، په ناڅاپي توګه به مو په وضعیت کې بدلون راشي، یو ځل بیا به په سمه لاره باندې روان شئ؛ په هغه لاره، چې تاسو لوړتیا ته رسوي، له دې درې کیلي ګانو څخه د خپل برخلیک او خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره ګټه واخلئ.

توپیر نه کوي، چې څو کاله عمر لرئ، د کوم ځای یاست او مسلک مو څه دی؛ موږ ټول یوه ګډه ځانګړتیا لرو، هغه هم له بریا سره مینه او لېوالتیا لرل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ