کورنی ژوند

میندې پلرونه څنګه د خپلو ماشومانو ښه ملاتړ کولی شي؟

لیکنه: شپنه سلګۍ

د ماشوم څخه د مور او پلار ملاتړ ډير مهم او د ارزښت وړ دى.

که چيرته مور او پلار نه وي نو دا دنده بايد د کورنۍ نور غړي په غاړه واخلې تر څو د راتلونکې نسل د پالنې مسوليت په سمه توګه تر سره کړې وي.

که غواړئ چې ماشومان مو با استعداده راستر شي نو ليکنه لاندې ټکو کې راسره ولولئ!

1 -هڅه وکړئ چې ماشوم په تاسو باندې د ګرانښت احساس وکړي.که چيرته مور او پلار ونه شي کولى چې د ماشوم سره دا رويه خپله کړي نو کيداى شي چې ترور،ماما او يا هم تره دا رويه خپله کړي.
2 -له لاس وهنې او مزاحمت څخه پرته د ماشوم خبرې واورئ!

3 -د ماشوم احساسات زيانمن نه کړئ،په دې ټکي باندې ډير زور واچوئ تر څو ماشوم خپلې روغتيا ته پام واړوي.

4 -ماشوم وهڅوئ تر څو د خپلو همزولو سره لوبې وکړي.
همدا لوبې کول د ستونزو سره د ماشوم د مخامخ کيدو وړتيا زياتوي، ماشوم د امکان تر حده پورې بايد ورځينۍ چارې پر مخ بوزي.

5 -د ماشوم سره بايد داسې رويه وشي چې هغه احساس کړي چې زه د کورنۍ باارزښته غړى يم په ځينو کارونو کې بايد د ماشوم نه مشوره واخيستل شي مثلا موږ غواړو چې کور يا موټر واخلو ستا څنګه خوښه ده؟
او داسې نورو کارونو کې بايد ماشوم ته د نظر ورکولو وخت ورکړل شي،تر څو ماشوم د ژوند په عملي ډګر په ځان باوري اووسي.

6 -ماشوم بايد د کور د مهمو څيزونو د نوم او ارزښت سره اشنا کړئ مثلا کوم کتابونه چې مو په کور کې دې د هغې د ارزښت په اړه مو ماشومانو سره خبرې وکړئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ