بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې د افغانستان پوهنتونونه کورنی ژوند

څو خاطرې: د ښو به ښۀ یاد کړو، د بدو به څه یاد کړو!؟

لیکنه: مهر تاج
اعلان

د ژوندي زړه درلودونکي، وېښ وجدان لرونکي، با احساسه او مسوول والدین:

سهار چې به پوهنتون ته تللم، کله به چې ځنګل باغ (پول سرخ اب/ ننګرهار کابل عمومي سړک “درونټه”) ته ورسیدو د سړک تر غاړې به مې یو غرېبکاره پلار لیده، چې د خپلې پیغلئ “محصلې” لور د خوندي توب و ملتیا لپاره تر سړک رارسولې سرویس ته منتظر ناست و په داسې ضعیف وجود چې ډنګر زنګنونه به یې له کړوپو ولیو تېر و.

کله به یې چې لور بس ته راپورته شوه پلار به یې څادر پر اوږه واچوه بیا به له هغې وروسته په خپلې غریبۍ پسې رهي شو. د دې سپین ږیرې پلار په غریبۍ او خوړلي وجود حالت په لیدو به مې ژړا راته او هم به مې د دې پلار په احساس فخر او خوښې کوله، چې مونږ داسې ویاړلي پلرونه هم لرو، چې څرنګه له لوڼو سره تکالیف ګالي او په تعلیم کولو کې یې ملتیا یې کوي.

ـ کورس کې زما کلاس ۶:۳۰ شروع کیږي؛ نن وختي رسیدلي وم، تر څو مو ټایم پوره شي، یو خالي ټولګي ته لاړم، هلته مې یوه مېرمن ولیده چې تنها په فکر کې ناسته وه، تر سلام او لږ ځنډ خاموشۍ وروسته مې ترې وپوښتل چې، دا مو کلاس دی؟

مېرمن وویل، نه. ما ویل درس مو ختم شوی، څوم سمسټر کې یاست؟

وه یې خندل بیا یې کړل، زه درس نه وایم، بې سیواده یم، له لور سره مې راغلي یم، هغه دلته درس وایي او دریم سمسټر کې ده.

ما خپلو پښتنو ته دوام ورکړ او د هغې جوابونه:

ـ دوه ساعته کلاس لري، تر رخصت ورته منظر یم بیا کور ته ځو.

ـ د دې د درس و نه غیر حاضریدو پخاطر زه هم هېڅ چیرته نه ځم، مړی ژوندی نشم کولای، هره ورځ ورسره ځم راځم.

ـ سږ کال له دولسم څخه فارغه شوه، غواړم روښان کې طب ووایي.

ـ پلار یې ملا دی؛ درس، تعلیم دا… یې نه خوښېږي، دومره یې چې ویلای او ځان رسولای، دا زما په سر زوری باندې؛ ددې په سر مې زښتې بدې ورځې هم تجربه کړي، کنځلې او وهل مې هم پرې خوړلي.

ـ د دې (لور) هم چندان علاقه له درس سره نشته، بس ما کلکه کړې، وایم اوس یې په ارزښت نه پوهېږي او سبا به پښېمانه وي.

موضوع راته جالبیده: ولې خپله تنها نشي تللی راتللی چې تا ورسره له کور و زنده ګۍ ځان ویستلی ځي راځي؟

ـ ورور یې په غوسه کېږي چې تنها دې نه ځي که ځي نو ته به خپله ورسره ځي و راځي!

ـ خپله ورور یې څه کاره دی؟

ـ هغه تر دې کشر دی او همدلته درس وایي.

ـ اوه زما خدایه، عجیبه ده، یو خو له خوره کشر دی او بل چې خپله دلته راځي بیا نو ستا راتګ ته ورسره څه ضرورت هغه دې خپله له ځانه راسره راولي او وړي کنه، چې تنها یې هم نه پریږدي؟

ـ هغه وایي چې زه پرې شرمیږم. هو، کشر دی ځنې خو د دې اجازه نه ورکوم چې په سر یې ورته پورته شي یا د هغه واک لاندې ووسي، پخپله ورسره تکلیف باسم، ځم راځم…

زمونږ خبرې؛ زما هېجانات او د مېرمن احساسات لا ګرم و چې ټولګیوالې مې راغږ کړ؛ مهر! ټایم پوره دی ! راځه چې ټولګي ته ځو!

لکه څوک چې مخکې ځي او په شا ګوري یا پښې ځي او زړه نه، هغه شان؛ یو پلو ښتنې، احساساتې اوښکې په لېمو کې مې ټولې جګه او مخ پر خپل ټولګي روانه شوم …

انجنیر شاکره چې میړه یې هم انجنیردی ؛ دری اولادونه لري، مشره لور طب پوهنځي کې، زوی اقتصاد کې، دریم یې بهر زده کړو ته لیږلی و. له یادي کورنۍ زښته متاثره وم، لوستي او کوچنی کورنۍ وه.

شاکرې سره په ننګرهار پوهنتون تېریدم، ما ویل هغه به هم ورځ وي چې دلته محصله وم. شاکرې کړل: اخ زما د ځوانۍ خاطري؛ دا د نارنجو ونې ویني!؟ دا زمونږ و صنفیانو د لاسو کرل شوي دي.

ـ ۲۵ کاله مخکې جینکۍ په ننګرهار پوهنتون او انجنیری څانګه کې!؟

ویل اول کال د پوهنتون واده وم، د انجنیر صیب (میړه یې) ټینګار و چې پوهنتون باید ووایم، زما هېڅ شوق نه و په ژړا به تللم، انجنیر صیب به راته لکه ماشومه هر سهار په دسکول کې بادام و پیسته او ځینې نور خوراکي توکي ایښودل، په دلاسه به یې پوهنتون ته لیږلم.

زه چرته د زده کړو په ارزښت پوهیدم. راضیه مې په محصلۍ کې نړۍ ته راوړه.

ما د انجنیر صیب په برکت زده کړي ترسره کړلي، نن هم خوشبخته یم چې ۲۸ کاله بعد هم زه له خپلو ټولو ټولګیوالو سره یو ځای یم، وظیفه کوم او یوه خوشاله کورنۍ لرم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج