لیکنه: سمیع الله درانی
ریان پاراګ چې اتلس کاله عمر لري په ۲۰۱۸م نوولس کلنو نړیوال پنځوس جام کې د هندوستان لوبډلې ملاتړی و، یو له اغېزناکو لوبغاړو بلل کېږي.
هغه نړیوال جام د پرېتوي شاو په لوبډلمشرۍ کې هندوستان وګاټه او افغانستان پکې څلورم مقام اخیستی و.
ریان پاراګ په ۲۰۱۹م آی پي اېل کې له راجستان لوبډلې سره ولوبېده او په خپله اغېزناکه لوبه یې د خپلې لوبډلې ملګري ګوته په غاښ کړل.
آی پي اېل کې یې د غوره اف برېک توپ اچونې سر بېره یوه لوبه کې نیمه سلیزه ووهله، چې له دې وروسته یې ارزښت لا زیات شو.
د پاراګ د لوبې ځانګړنه
هغه خورا ډاډه لوبېږي له بالر وېره نه لري او هر ډول بالر خورا ښه لوبوي.
په توپ اچونه کې یې هم تجربه بده نه ده.
روبېن اوتاپا؛ ریان پاراګ راتلونکي کې د ډوني ښه ځای ناستی دی.
اوتاپا وايي یواځینی لوبغاړی چې د ډوني د ځای ناستي اطلاق پرې کېدای شي، هغه د هندوستان د اسام ایالت اتلس کلن لوبغاړی پاراګ دی.
اسټرالیایي سټیف سمېت چې د راجستان لوبډلې برجسته توپ وهونکی دی، وایي هغه په رښتیا ډېر موثر دی.
دا ماشوم په رښتیا ښه راتلونکی لري.
که سږ کال د هندوستان سوداګریزې کرکټ سیالۍ ترسره شي، نو د ریان پاراګ لوبه به سره په ګډه ننداره کړو.
تاسې درانه لوستونکي څه فکر کوئ، هندوستان کې به د ډوني ښه بدیل څوک وي؟