فبروري 27, 2021

پر ځان د هغه باور ترلاسه کول چې اهدافو او بریا ته مو ورسوي

لیکنه: عدنان نجیبي
ډېری خلک د یو محدود پټ ځواک سره ژوند پر مخ وړي!
زیاتره د خپل پټ قوت نه پوره یقیني نه دي، د دې علت د پوهې کموالی او یا موقع او منابع نه دي؛ مګر یواځینی علت یې په ځان د باور نه! درلودل دي. یا په بل عبارت په ځان د کم باور درلودل دي. له دې پرته، ته لږ څه کولی شې، له دې سره، ته هر څه کولی شې.
باور څه ته وایي؟
زیاتره خلک په دې باور دي چې ځېنې خلک د باور سره یو ځای زېږېدلي او دا نور ای کاش ور ته وایي؛ دا سمه نه ده. باور! کوم ټاکلی ذاتي صفت نه دی. دا زمونږ د هغه فکرونو چې کوو یې او د هغه کړنو چې تر سره کوو یې پایله ده. نه زیات؛ نه کم. دا ستا د رېښتونې وړتیا پورې اړه نه لري چې ته دې په یوه کړنه برلاسی شې؛ مګر دا ستا په خپله وړتیا باور ښیي چې ته برلاسی کېږې. د بېلګې په توګه:
o ستا باور ستا په وړتیا ښیي چې ته دې یو تالار حاضرینو ته وینا وکړې.
o ستا باور ستا په وړتیا ښیي چې ته دې یوه نوې ټکنالوژي زده کړې.
o ستا باور ستا په وړتیا ښيي چې ته دې یو ټیم خلک رهبري کړې.
o ستا باور ستا په وړتیا ښیي چې ته دې یوه شخړه اداره او هواره کړې.
o ستا بارو ستا په وړتیا ښیي چې دې خپله وظیفه تبدیله کړې، یوه اړیکه دې پرې کړې، او یا دې یوه سوداګري پیل کړې.
د ډېر پخوا څخه دا خبره موجوده ده چې هغه باور یا عقاید چې مونږ یې لرو- سم دي او همدغه عقاید دي چې زمونږ کړنو او ژوند ته یې څېره ورکړې ده. ښه خبر دا دی چې په ذهن باندې څېړنو ښودلې ده چې که په مغز باندې په هر عمر کې واقعي کار وشي نو زمونږ په خیالاتو او افکارو کې بدلون راتلای شي. مانا دا چې هېڅ ستونزه نه شته، چې تر اوسه ته څومره ډارن یا شکمن یې، په ځان باور جوړول یوه لویه خبره ده؛ کومې ته چې نن سبا اروا پوهان یوه ارادي کړنه وایي. په ساده ژبه یې داسې ویلی شو:
د دوامداره هڅو په خطر اخېستلو جرات کولو سره، مونږ کولی شو چې په تدریجي ډول په خپل ځان باور زیات کړو. دا نو بیا زمونږ د ظرفیت پورې هم اړه لري چې څنګه يې جوړوو.
په یقیني ډول چې په ځان باور د عمر په اوږدو کې موم او کمېږي. او هغه وخت چې مونږ تجربه کېږو او ستایل کېږو نو په ځان باور مو ډېرېږي. او هغه وخت د ضربې سره مخ کېږي کله چې زمونږ هڅې معلوم کړای شوي حد ته په رسېدلو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي، پر مونږ نیوکه کېږي، رد کېږو او یا هم کله چې د بهر څخه د کم پوهېدلو یا پېژندلو د احساس سره مخ کېږو. له ټولو وروسته مونږ یواځې انسانان یو. د دې لپاره چې د خپل ارزښت په پښو درولو کې باید زمونږ ژوند په بهر نه وي متکي؛ مګر که ارزښت غواړو نو ارزښت لرونکو کړنو ته اړتیا ده چې خپل ارزښت وساتو. چې له دې څخه دا پوښتنه را پورته کېږي.
څنګه هغه اندازه باور تر لاسه کړو چې په ستونزو برلاسي شو او خپلو اهدافو ته ورسېږو؟ په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې په اول ځل په کې له ناکامۍ سره مخ شوي وو؟
لاندې څو کړنلارې دي. ټولې د ساینس په ملاتړ تر لاسه شوي، تر څو تاسې سره ستاسې د لارې مل شي:
 د بېلګې په توګه کړنې تر سره کول
لکه څنګه چې د یو ساده پخولو لارښود په واسطه ښه خواړه تیارېدای شي همدارنګه یوه ساده مشوره هم کولی شي چې ځواکمنې پایلې ولري. یواځینۍ ډېره ځواکمنه لاره چې هغه باور تر لاسه کړې کوم چې ته يې له زړه څخه غواړې دا ده چې په همغه باور او ډاډ کړنې تر سره کړې. او هغه هم داسې لکه ته چې مخکې له مخکې هماغه باور او ډاډ لرې کوم چې تر لاسه کول یې غواړې. له خپل راحت سیمې څخه بهر راووځه! چېرته چې په خپل ځآن د باور د احساس د قوي کولو او د خپل ځان په اړه د شک د احساس د کمبود او له منځه وړلو لپاره په بنډلونو څېړنې تر سره شوې دي. دا په ساده ډول ستا هغه پرېکړه پیاوړې کوي، چې ته د ځان ملاتړ وکړې او خطر په غاړه واخلې.
یواځېنۍ لاره چې په ځان باور تر لاسه کړې د ناکامې د وېرې سره سره خطر منل دي. که چېرې یې پایله مثتبه وه نو بیا ته پوهېږې چې ته تر هغه ډېر څه کولی شې، څومره چې ته یې فکر کوې. که چېر ته پایلې یې منفي هم وي، بیا هم ته پوهېږې چې ته څومره وړتیا لرې او د څومره کار د هودې څخه وتلی شې. دواړه پایلې یې ستا په ګټه دي. ځېنې خلک ډېر کم په خپل کار کې کامیابۍ ته رسېږي، د دې پایله کې نو بیا هغه هاغه کړنو ته نه وي مایله کومې چې دی په خطر کې اچوي. دوی نو بیا خپل ډېری وخت په د خپل راحت په زون کې تېروي چېرته چې د ناکامۍ خطر ډېر کم وي او باور یې ډېرو کمو موانعو سره مخ وي. خو کله چې مونږ اهدافو ته د رسېدلو هڅې بندې کړو نو مونږ د زده کړې هڅې بندوو او کله چې مو د زده کړې هڅې بندې کړې نو د پرمختګ هڅې مو په خپله بندېږي.
• خپلې پوهې او مهارتونو ته پرمختګ ورکول.
• خپل ارزښت ته پرمختګ ورکول.
• خپلو وړتیاوو ته پرمختګ ورکول.
• خپلې تیریدنې (انعطاف پذیرۍ) ته پرمختګ ورکول.
• خپل نفوذ ته پرمختګ ورکول.
• له ځان څخه کار اخېستلو ته پرمختګ ورکول.
• په خپلو وړتیاوو کې خپل باور ته پرمختګ ورکول تر څو کړنې واقع شي.
د هغه څه په اړه فکر وکړه چې همېشه دې غوښتل چې تر سره یې کړې خو مخنیوی یې شوی؛ ځکه چې تا یې په کولو کې د وېرې یا د شرم احساس کولو. ښه نو اوس دې مغز پاک کړه او تر سره یې کړه. دا یواځې دا نه چې ستاسې د راتلونکې د کامیابۍ لپاره مهمه ده، بلکه د خطر په اخېستلو کې دې هم له ناکامۍ سره مخ کوي، “مخکې تلل” تا ته ستا هغه وروستنی باور در کوي کوم چې ته یې د خطر په وخت کې لرې. او هغه دا دی… که چېرې یې و نه کاروې نو د لاسه یې حتما ورکوې.
 پرتله کول بس کړه
په ځېنې وختونو کې مونږ هر یو شاید دا کوښښ کړی وي چې د یو بل چا په څېرعمل وکړو. یو څه چې مونږ تر لاسه کړي دي هغه دا دي چې مونږ د هغه چا په څېر نه شو کېدلی کوم چې مونږ غواړو؛ د هغه په څېر شو. د هغو تېر زمونږ سره توپیر لري د هغو د ژوند، پوهه او …. زمونږ سره توپیر لري او داسې نور هم ډېر څه شته چې توپیر لري. مونږ په دې هم نه پوهېږو چې هغه بهرنۍ نړۍ ته خپل شخصیت څنګه وړاندې کوي.
دا نو په هغه څه انرژي مصرفول دي چې ته غواړې هغه څه شې چې ته نه یې. یا که ته چېرې د ورځې په داخل یا بهر کې د بل د خوښۍ لپاره کار کوې نو دا هم ستا په ځان باور کمولی شي. کله چې ته ځان له بل چا سره مقایسه کړې نو مستقیما ځان د ناکامۍ او جرم په احساس کې غورځوې. او دا احساسات یواځې او یواځې په ځان باور له منځه وړي.
هغه پاملرنه چې پرتله کولو ته دې ور کړې بېرته یې خپلو اهدافو ته ور کړه؛ نو ته به ډېر زر په خپل ځان باندې باور کې بدلون درک کړې.
 څه چې غواړې په هغه تاکید کوه
څه ته چې ته توجه کوې هغه په حقیقت کې تا تقویه کوي. که هغه شیانو ته چې فکر دې خرابوي ډېره پاملرنه وکړې نو فکر به دې ډېر خراب شي. او که هغه څه ته پاملرنه وکړې چې تا ته ښه روحیه در بښي نو ته به د قوت احساس وکړې. نو د دې پر ځای چې په هغه څه توجه کوې چې تا ډاروي او نه غواړې چې واقع شي؛ په هغه څه توجه وکړه چې ته غواړې چې واقع شي. لکه څنګه چې لاین بیچلې وایي: هغه څه ته پاملرنه وکړه چې تا ته روحیه در کوي نه هغه څه ته چې تا ډاروي.
 له خپله ذهن سره په خبرو کې محطاط اوسه
شاید په دې کې نښتی یې چې همېشه د ځان په اړه یو قسم فکر کوې او شاید دا کړنه دې د ډېر وخت راهېسې روانه کړې وي. او شاید له دې هم بې خبره وې چې داسې څه هم کېدلی شي چې د خپل ذهن سره خبرې دې یو مثبت اړخ ته بیولی شي.
لېسا هایس وایي: په هغه خبرو کې چې ته يې د خپل ذهن سره کوې ډېر محطاط اوسه ځکه ته هغو ته په ډېر دقت سره غوږ نیسې.
لمړی نفر: زه فکر نه کوم چې زه به داسې وکړای شم. ما تېر وار هم په کې ماته خوړلې وه. زه هر وخت په کې مات یم. زه فکر نه کوم چې زه دې دا جوړ کړای شم. شاید زه د دې لپاره نه یم جوړ شوی.
دوهم نفر: ما تر لاسه کړ. زه به یې تر سره کړم. زه به په کې کامیاب اوسم. زه په خپل ځان ډېر ویاړ کوم. زه پوهېږم چې تر سره کولی یې شم.
د لمړي او دوهم نفر تر منځه تاسې څه فکر کوئ چې کوم یو به یې خپلو اهدافو ته ورسېږي؟ دا کومه سخته پوښتنه نه ده ستاسې ځواب به حتما دوهم نفر وي. هغه پیغام چې ته يې په مکرر ډول خپل ذهن ته استوې د ورځې په پیل او پای کې ستا وړتیا ښیي تر څو د موقع په تمه اوسې. او ستا هغه تمایل چې پیدا شوې موقع څخه باید استفاده وکړې ستا د کامیابي راز دی.
هغه فکرونه پرېږده چې محدود دي او یا ته په کې خپل ځان مات وینې. منفي فکرونه مه کوه د هغې پر ځای مثبت فکر وکړه او په ځان باور لاس ته راوړه. څومره چې خپل ذهن ته مثبت پیغام لېږې په همغه اندازه به په ځان باور لاس ته راوړې.
 تمرین کول
که غواړې چې په خپل ځان دې باور زیات شي نو تمرین کولی شي چې ته دې د ځان په اړه یو ښه احساس ولرې. تمرین تا ته ډېره انرژي در کوي او ته کولی شې چې یو ښه د ژوند انتخاب ولرې. تمرین ستا د وجود سره کومک کوي تر څو انډورفن تولید کړي. انډورفن په دماغو کې یوه کېمیاوي ماده ده چې انسان ته یو ښه احساس ور بخښي. زمونږ د باور یو برخه له دې څخه جوړه شوې ده چې مونږ خپل پوستکی څنګه احساسوو، څنګه فکر کوو چې څنګه ښکارو او له داخله زمونږ وجود څومره صحت مند دی. باور د ذهن او وجود یو حالت دی.
که تر اوسه دې تمرین نه وي پیل کړی نو سر له نن څخه یې پیل کړه. که چېرته تمرین لپاره وخت نه لرې نو د ورځني ژوند درې برخې دې ځانګړې کړه لس لس دقیقې وخت ور څخه کم کړه او بیا هغه دېرش دقیقې تمرین ته ور کړه.
 ښه خوراک کول
نوي سلنه سېروټونین زمونږ په خېټه کې تولیدیږي. سېروټونین هغه کېمیاوي ماده ده چې مونږ خوشاله ساتي. خراب پرهېزونه کولی شي چې ستاسې موډ در خراب کړي. او همدغه منفي احساسات دي چې سړی په ځان باور د لاسه ور کوي. کوښښ وکړه چې مسلسل د انټي بیوټیکو، پروسس شوې غذا، ډېرې خوږې او کاربوهایډرایټ لرونکي غذایي رژیم څخه ډډه وکړې. که ښه خوارک وکړې په هر څه کې به دې موډ ښه وي حتی په ځان باور لرلو کې هم.
ولې په ځان له حده ډېر باور لرل ښه نه وي؟
دا د درک وړ ده ځېنې خلک فکر کوي چې په ځان ډېر باور لرل نسبت په ځان کم باور لرولو ته ډېر د زهرو ضد دي. عموما په ژوند کې که ته ډېرې لږې پیسې ولرې نو ډېرې پیسې لرل به در ته زړه راښکونکي وي. او که چېرته په کافي اندازه خوراکي مواد و نه لرې نو یوه مېلمستیا به در ته رېښتیا هم ډېره زړه راښکونکې وي.
مګر په ځان له حده ډېر باور لرل باندې باید بیا یو بل ډول غور وشي. په ځان باور لرل لکه پرستامول ګولۍ چې په کافي اندازه خوراک یې در سره مرسته کوي لېکن له حده ډېر خوراک یې په رېښتیا چې یوه ډېره بده نظریه ده.
په حقیقت کې په ځان له حده کم باور لرل هم یو خطرناک شی دی. یا هم داسې فکر کول چې ځان در ته بې ارزښته ښکاري، چټیات دي او دا داسې یو حالت دی چې هېڅوک یې باید چې و نه زغمي. لېکن په ځان د حده ډېر باور لرل هم کولی شي چې د لارې خنډ دې جوړ شي. که تا لپاره خنډ نه شي نو د خوا او شا خلکو لپاره خو دې حتما خنډ جوړېږي.
هغه خلک چې په ځان له حده ډېر باور لري د لاندې خصوصیاتو لرونکي وي:
• زیاتې غورې او باټې وهي.
• په خپلو کړنو او خپل ځان ډېر غره وي.
• د اړیکو قدر نه ساتي، په هر قسم حالاتو کې ځان مخکښ ګڼي او که مخکښ را نه شي نو بیا ډېر غوسه وي او ملنډې وهي.
• ټول غوره والی د ځان ګڼي ځکه فکر کوي چې د ژوند په هره برخه کې د ښه بخت اومهارت خاوند دی.
• د خپلو غلطیو په نښه کولو کې بیخي ړوند وي؛ ځکه په هر کار کې ځان پوره ګڼي او په ځان کې تغیر راوستل یې هېڅ نه خوښېږي.
• فکر کوي چې په ټولو مشکلاتو باندې برلاسی دی.
داسې شواهد هم شته چې په ځان له حده ډېر باور لرل د جرمونو سره تړي.
زیات وختونه له هغو مراجعینو څخه چې په ځان باور نه لري دا اورمه چې ځان د لافوکو او کبرجنو یا هغه خلکو چې په ځان له حده ډېر باور لري یا هم په خپل مدیریت کې له غوره شخص سره تشبیه کوي؛ مګر دا دوی ته انصاف نه ور کوي. که زما په خوښه شي نو زه به د هغو سره چې په ځان کم باور لري خپل وخت تېر کړمه، ځکه چې هغوی د هغو په نسبت چې په ځان له حده ډېر باور لري، ډېر ښه او ښایسته خلک دي.
تعادل ساتل په هر حالت کې غوره دي.