ډوپلېسیس د IPL او PSL لیګونو پر توپیر ږغېدلی

د سویلي افریقا د کرکټ ملېې لوبډلې تکړه توپوهونکی د هند آی پي ایل لیګ او د پاکستان سوپرلیګ پر توپير ږغېدلی او په دې لیګ کې یې پر توپ‌اچونې خبري او بحث کړی.

هغه چي په آی پي ایل لیګ کې د چینای سوپرکینګز او په پي ایس ایل لیګ کې د کویټه ګلډیټرز لوبډلې لوبغاړی دی وايي، د هند آی پي ایل سیالۍ خورا په لوړ کیفیت ترسره کیږي، خو د پاکستان په پي ایس ایل لیګ کې بیا د داسي تېز توپ‌اچونکې لوبیږي، چې د توپوهنې چټک‌والی یې په نړۍ کې بې سار دی.

ډوپلېسیس ویلې، د هند په آی پي ایل لیګ کې بیا سلو‌ توپ‌اچونکي د نړۍ په بل لیګ کې بې ساري دي، چي خلګ ورڅخه ډېر متاثره دي.

د ډوپلېسیس په خبره:

«په پي ایس ایل لیګ کې معیار خورا ښه دی، هغه څه چې زه له دې سیالیو ډېر متاثره یم تیز توپ‌اچونکي دي. د سویلي افریقا هیواد څخه راتلل، چي هلته خورا له تېز توپ‌اچونکو سره مخ کیږو، خو بیا هم دلته د پاکستان په سوپرلیګ کې له تېز‌ توپ‌اچونکو متاثره کیږم دا یوه لویه خبره ده او زه فکر کوم د پي ایس لیګ اصلي ښکلا تېز توپ‌اچونکي دي، خو د هند په آی پي ایل لیګ کې بیا سلو توپ‌اچونکو دې لیګ ته ښکلا ورکړې.»

 

د IPL او PSL لیګونو روان پړاونه

 

د تازه راپورونو په اساس د هند آی پي ایل سیالیو د څوارلسم پړاو پاتې سیالۍ به د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کي پيل او د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه به پای ته ورسیږي.

 

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د روانې جون په نهمه نېټه « نن چهارشنبه» پیلیږي.

د پاکستان پي ایس لیګ سبا چهارشنبه د جون میاشتې په ۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.

 

 




وروستي مطالب