اپریل 13, 2021

پنجاب لوبډلې په پښتو ژبه مجیب ځدران ته ښه راغلاست ویلی + ویډيو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې د افغان لوبغاړي محیب ځدران هغه ویډیو خپره کړې، چې په پښتو ژبه یې پکې خبري کړې او یادې ویډیو سره یې په پښتو ژبه لیکلي، چې ښه ښه راغلاست مجیب.
مجیب ځدران په یاده ویډیو کې له ټولو هیوادوالو غوښتي، چې کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته د بریاوو دوعا وکړئ.
هغه زیاته کړه:

«سلامونه ټولو مینوالو ته، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده آی پي ایل په دوبۍ کې شروع کېدونکی دی. ما د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لومړۍ ورځ تېره کړه. له تاسو څخه هیله کوم چې کینګز الیون پنجاب لوبډله تشویق کړئ او دوعاوي ورته وکړئ.»


مجیب ځدران تازه د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شوی او هغه به سږ کال هم د یادې لوبډلې سره په آی پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.
د مجیب ترڅنګ آی پي ایل سیالیو کې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان هم لوبیږي او اوس د حیدارباد لوبډلې سره یوځای شوي.

آی پي ایل لوبې

د هندوستان آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو نن شنبه تر اوږده ځنډه وروسته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا لوبه نن شنبه مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدراباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، چې په آي پي ایل سیالیو کې به یو د بل په وړاندې ولوبیږي.
دا لیګ د نوومبر تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ