اپریل 14, 2021

پنیر مو غاښونو ته ګټور دی، خو ترڅنګ یې زیانونه هم شته

Advertisements
ژباړه: ملیحه ناصري

پنېر له خوندورو  لبنیاتو څخه دی چې ډېری خلک يې سهارنۍ کې خوري. دلته مو د پنېر د خوړنیز ارزښت، ګټو او زیانونو په اړه درته لیکلي.

د پنېر خوړنیز ارزښت:

پنېر کاربوهایډرېټ، پروټین، مشبوع غوړ، ويټامینونه( اې، بي، بي دولس، کې دوه)، ریبوفلابین( ويټامین بي)، سلنیوم، سودیم، فاسفر، کلسیم لري. چې هر یو پر خپل ځای د وجود روغتیايي سيسټم لپاره اړین دي.

د پنېر ګټې:

۱-هډوکي ځواکمنوي/قوي کوي: پنېر چې ويټامین بي او د هغه ډولونه پکې دي، د قوي هډوکو د لرلو لپاره ډېر ګټور دی. د ماشومانو او بوډا کسانو لپاره ډېر ښه دی.
۲-د زړه د روغتیا لپاره: د زړه لپاره کلسم، مګنیزیم، پتاشیم ګټه لري. پنېر دغه ټول لري؛ نو ځکه د زړه د ناروغیو د کابو کولو لپاره ښه ده چې پنېر وخورئ.
۳-د سرطان مخنیوی: سرطان هغه بده ناورغي ده چې ډېر خلک یې وژلي او لا یې هم وژني؛ خو پنېر د دې ناوړې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېر ګټور دی. پنېر لینولیک او شینګولیپيد لري چې د سرطاني سلولونو د پیدايښت او ودې مخه نیسي.
۴-د شکر/دیابت مخنیوی: پنېر کولی شي تاسو له شکره وساتي. شاید هیښوونکې وي؛ خو د انسولین د کچې ټيټولو کې پنېر رغنده رول لري.
۵-د هډوکو پوډه‌والی: کله چې هډوکي پوډه شي، خپل ځواک او توان بایلي. آن کېدی شي مات شي. دا ستونزه په لویانو کې ډېره پیدا کېږي. پنېر کلسیم او پروټين لري؛ نو هډوکي له پوډه کېدو ساتي.
۶-د غاښونو د ساتلو لپاره: پنېر غاښونو ته هم ګټه لري. کلسیم او فاسفر لري؛  نو ځکه غاښونه سپین او روغ ساتي. دا مواد کولی شي بکټریاوې او لاکټيک خوله کې له مینځه یوسي. د غاښونو د ( مینا) برخه روغه ساتي.
۷-نورې ګټې: د وینې لوړ فشار ته ګټه لري. سټرېس کموي. سردرد ورکوي. دفاعي سیسټم پیاوړی ساتي. امېندواره مېرمنو ته ګټه لري. بېخوبي ورکوي. د مفصلونو ستونزې له مینځه وړي. د مېرمنو میاشتنیو ناروغیو کې ګټور برېښي. انسان ته د خوشحالۍ حس ورکوي. د سر ویښتان روښانه او کلک ساتي. پوستکی روغ ساتي. ځوانکۍ ورکوي. د نوکانو روغ ساتلو کې ونډه لري.

زیانونه یې:

لاکتوز سره حساسیت: ښايي ځينې کسان په پنېر کې له شته لاکتوز سره حساسیت وښيي او د نس درد، اسهال، د نس د بادو لامل شي. ځينې داسې خلک هم شته چې له شیدو سره حساسیت لري؛ نو کېدی شي له پنېر سره هم حساسیت وکړي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي