مارچ 8, 2021

 د "پامیلا اینډرسن" پنځم واده په ۱۲مه ورځ په طلاق پای ته ورسېد!

Advertisements

د هاليووډ ۵۲ کلنې مشهورې اداکارې او پخوانۍ بولډ ماډلې “پامیلا اینډرسن” د تېرې جنورۍ په ۲۰مه نېټه له خپل نږدې ملګري او فلم پروډیوسر ۷۴ کلن جان پیټرس سره په ناڅاپي پنځم واده کولو ټول خلک هک حیران کړل.
د پامیلا اینډرسن د فلمي سفر پیل که څه هم د ۱۹۹۱ کال “دي ډیکټینګ آف بیورلي هلز” نومي فلم څخه شوی خو ماډلینګ یې د ۱۹۸۰ کال څخه مخکې شروع کړی و.
د کیرئیر يا کاري ژوند په شروع کې پامیلا اینډرسن د ځانګړي انداز او ښکلا په وجه ډېره مشهوره شوې وه. هغه مهال دا د هر فحش فیشن اعلان سرټکی او زینت ګرځېدلې وه.
فلمي ډګر ته تر راتلو دمخه د هغې ځانګړې ښکلا او انداز د ګڼ فلم جوړوونکو پام رااړولې وه، په لومړیو کې یې چې له کومو اشخاصو سره پېژندګلوي شوې وه، د هغو له ډلې یو هم “جان پیټرس” و.
جان پیټرس هغه مهال هم فلمونه توليدول او په فلم صنعت کې یې ځانګړی نوم درلود خو بیا هم د پامیلا اینډرسن اړیکه ورسره په واده بدله نه شوه.
که څه هم پیټرس او پامیلا اینډرسن یو بل له ۳۵ کالو راهیسې پیژندل او په دغه موده کې یې له یو بل سره ډېر لیدل راليدل خو بیا یې هم واده سره ونه کړ.

« په زړه پورې خبره خو دا ده چې په تېرو ۳۵ کلونو کې دواړو څلور څلور ودونه کړي او په طلاق پای ته رسېدلي دي».

پامیلا اینډرسن له خپل پخواني ملګري جان پیټرس سره تر پنځم واده مخکې څلور نور ودونه کړي او په طلاق پای ته رسېدلي دي.

پامیلا اینډرسن او جان پیټرس

پامیلا اینډرسن لومړنی واده فلمي نړۍ ته د راتګ په مهال په ۱۹۹۶ کې کړی، د لومړني مېړه څخه ۲ اولادونه لري چې عمرونه یې ۲۴ او ۲۳ کلونه دي.
لومړني واده یې دوه نیم کاله دوام وکړ، دویم واده یې په ۲۰۰۱ کال کې وکړ چې د لومړني واده څخه یې هم کم وخت دوام وکړ او له دویم مېړه څخه هم په ۲۰۰۳ کې جلا شوه.
پامیلا اینډرسن په ۲۰۰۶ کال کې د درېیم واده کولو هڅه وکړه خو د نامزادۍ د لومړي کال په پوره کېدو له خپل کوژدن څخه جلا شوه.
د دویم طلاق وروسته پامیلا اینډرسن بېرته له خپل لومړني مېړه سره د اړیکې ټینګولو کوښښ وکړ خو تر څه مودې یوځای ژوند تېرولو وروسته بیا هم ونه توانېدله له هغه سره ژوند ته دوام ورکړي نو درېیم واده یې په ۲۰۰۷ کې وکړ.
د پامیلا اینډرسن درېیم واده هم په ۲۰۰۸ کال کې په طلاق پای ته ورسېد. یو څه وخت تر يوازې ژوند تېرولو وروسته یې له خپل درېیم مېړه سره په ۲۰۱۳ کې بیا ځلې واده وکړ هغه چې تر ۲۰۱۵ پورې دوام وکړ.
پامیلا اینډرسن تر څلورو ناکامه ودونو څه موده وروسته له خپل ۳۵ کاله پخواني ملګري او فلم جوړوونکي جان پیټرس سره اړیکې ټینګې او راشه درشه پیل کړه.
دواړو د نوي ۲۰۲۰ کال د جنوری په ۲۰مه نېټه، په خپل ناڅاپي واده ټول خلک حیران کړل.
په زړه پورې یې دا وه چې د پامیلا اینډرسن په څېر د جان پیټرس هم د پنځم واده څخه وړاندې څلور نور ودونه په طلاق تمام شوي وو. که څه هم د دواړو پنځم واده ۱۲ ورځې دوام وکړ.
د شوبز رسنيزې ادارې راپور د پامیلا اینډرسن په حواله لیکي چې نوموړې اداکارې خپل طلاق تائید کړی دی. راپور د پامیلا اینډرسن له قوله لیکي؛ جان پیټرس یو بهترین شخصیت دی، که څه هم زمونږ ترمنځ طلاق واقع شوی خو بیا هم موږ یو د بل ډېر عزت او درناوی کوو او تر دې وروسته به هم زمونږ اړیکې ښې وي.
راپور زیاتوي، پامیلا اینډرسن دا هم منلې چې دوی دواړو له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې له یو بل سره اړیکې درلودې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ