نن د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست لخوا د پلاستیکي توکو د استعمال پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین ترسره سو.
په دې کمپاین کي د یاد ریاست کارکوونکو، مدني فعالانو او یو شمېر رضاکاره ځوانانو برخه اخیستې وه او پر مهال یي د ښار په مختلفو ساحو کي خلګو ته د ټوکر کڅوڼي د پلاستیکي کڅوڼو پر ضد ووېشلي.
دوی د کمپاین پر مهال دوکاندارانو او د لاري تېرېدونکو خلګو ته د پلاسټیک د استعمال د زیانونو څخه چي چاپیریال ته ناوړه زیانونه اړوي معلومات او عامه پوهاوی ورکړ.
د کندهار د چاپیریال ساتني رئیس د ښار پر خلګو ږغ وکړ، چي د پلاستیکي کڅوڼو استعمال د ناعلاجه ناروغیو د رامنځ ته کېدو سبب کیږي او نور باید خلګ پلاستيکي کڅوڼي نه بلکه د ټوکر کڅوڼي استعمال کړي.
پر وېشل سوو کڅوڼو لیکل سوي ؤ، چي د پلاستیک استعمال لږ کړئ او پر ځای یې د کاغذي او ټوکرینو کڅوڼو څخه کار واخلئ.
تردې کمپاین وړاندي د عامي روغتيا ریاست او ښاروالۍ هم د کندهار اوسېدونکو ته په څو ځلي خبر ورکړی، چي خلګ باید پلاستیکي کڅوڼي استعمال نه کړي.
د دوی په خبره چي د پلاستیکي کڅوڼي د هوا او چاپیریال په ککړېدو کي اساسي رول لري.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ