بریا او پرمختګ خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د انسان په ځیګر، بډوډو او توري کې د پلاستیکي ذرو موندل کېدل

ژباړه: نسیمه محمدي

مایکروپلاستیکونو زموږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته لار موندلې. سمندرونو، خاورې، اوبو او خوراکي توکو ته او اوس څېړونکي د انسان د بدن په داخلي غړو کې، د دغه ذرو د شتون څخه خبر ورکوي.

د سمندرونو د ټولنې په وینا، هر کال ۳۰۰ میلیونه ټُنه پلاستیکي پاتې شوني تولیدېږي. دا مواد د تجزیې وړ نه دي او په کوچنیو مایکروپلاستیک (د ۵ ملي مټره کوچنۍ) او نانوپلاستیک (د ۰،۰۰۱ملي مټر څخه کوچنۍ) ذرو باندې بدلېږي.

مایکروپلاستیک په سمندري چاپېریالونو کې منحل کېږي او ورځ په ورځ یې په انساني روغتیا د منفي اغېزو لاسوندونه تر لاسه کېږي.

د ارېزونا ایالتي پوهنتون دوه تنه فارغ شويو زده‌کړیالانو د انسان د بدن په داخلي رشتو او غړو کې د مایکروپلاستیک په تجمع، نوې څېړنه تر سره کړې. د ۲۰۱۸م تر سره شوې څېړنې دا وښودله چې مایکروپلاستیک د انسان ځیګر ته نفوذ کړی.

څېړونکو چارلز رالسکي او وارون کلکر، په سږو، ځیګر، توري او بډوډو کې د ۴۷ بېلګو په اخیستلو، په دې ټولو نسجونو کې د پلاستیکي ذرو په شتون باوري شوي دي.

بېسفول آی(پي‌بي‌اي) د بدن لپاره د زیانونو له شتون سره سره بیا هم د خوړو په لوښو کې کارول کېږي. دا ماده چې د قلبي عروقي ستونزو لامل ګرځي، په ټولو ۴۷ ټوټو کې موجوده وه.

دې زده‌کړیالانو د خپلې څېړنې پایلې د تېرې دوشنبې په ورځ، د امریکا د کیمیاوي ټولنې په مجازي نندارتون (ای‌اس‌اس) کې وړاندې کړې. رالسکي وویل:

پلاستیک د ځمکې ټول چاپېریال ککړ کړی او ډېر ژر به په نېږدې لسیزو کې پوه شو، چې پلاستیک یوه ګټوره ماده نه، بلکې د روغتیا لپاره ستر ګواښ دی.

شواهد ښيي پلاستیک ورو ورو زموږ د بدن داخلي بافتونو/ رشتو ته لار مومي، خو په بدن کې د دې مادې د څېړلو لپاره ډېر کم کار شوی. په دې پړاوو کې لا څرګنده نه ده، چې پلاستیک یوازې یوه بهرنۍ او اضافي ماده ده او یا دا چې روغتیا ته هم زیان لري.

Study-of-human-tissues-finds-plastic-particles-in-every-sample-0.jpg

د څېړونکو په باور دا لومړنۍ څېړنې دي، چې د انسان د بدن په داخلي نسجونو کې، د مایکروپلاستیک او نانوپلاستیک شتون څېړي او دا بېلګې د هغو کسانو له بدن اخیستل شوي، چې په مشخص او ثبت شویو چاپېریالونو کې یې ژوند کاوه.

ډاکټر رالف هالډن د ارېزونا ایالتي پوهنتون د آزمایښتځای مدیر وویل:

دا بېلګې د هغو رضاکارانو له نسجونو اخیستل شوي، چې د ژوند بڼه، خوړنیز رژیم او د خپل ژوند او دندې چاپېریال موږ ته اعلان کړی دی. د دې رضاکارانو د مخکینیو جزیاتو د پوهېدلو په خاطر، زموږ څېړنه لومړی تحقیق دی، چې د انسان بدن ته د مایکروپلاستیک او نانوپلاستیک د داخلېدلو سرنخ په لاس راکوي.

پر انسان د پلاستیکي ککړتیا اغېز ورځ تر بلې د څېړونکو د بحث موضوع ګرځي. د چاپېریال د نشریي د راپور له مخې، آیوان میرپوري، د هورمون پېژندنې متخصص تېر کال وموندل، چې پلاستیک کې شته کیمیاوي ماده، ممکن د ځینو مقطعي او مزمنو ناروغیو لکه د شنډتوب، چاغوالي، شکرې، سرطان، قلبي سکتې او د عصبي ناروغیو لامل شي.

دغه زده‌کړیالانو د دې نسجونو څخه د پلاستیک موندلو لپاره نوښتګره طریقه پیدا کړې. دا بېلګې د ماغزو او بدن د نسجونو د مغزي عصب د ناروغیو د څېړلو لکه آلزایمر (هېرجنتیا) لپاره اخیستي دي.

دغې څېړنیزې ډلې د بي‌پي‌اې سربېره، پولي کاربونات (پي‌سي)، ترفتالات پولي اېتلین (پت) او پولې اېتلین (پي‌اې) د بدن په نسجونو کې موندلي دي.

ښاغلي کلکر وویل:

موږ نه غواړو خلک وډاروو، خو د دې نه تجزیه کېدوونکي مواد، په هر ځای کې د دې لامل کېږي، چې په آسانۍ سره د بدن په نسجونو کې راټول شي او نه پوهېږو پر روغتیا څه اغېز لري.

کله چې د نسجونو دقیق ترکیب ته متوجه کېږو، پوهېږو چې پر بدن یې د اغېزو لپاره ټولیزې څېړنې تر سره کړو. نو هغه وخت لږ لږ پوهېدای شو، چې آیا د انسان روغتیا لپاره کوم خطر لري که نه، که یې لري، څه خطر.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ