پالک او وجود ته یې ګټې

ژباړه: مریم محمدي
پالک د ویټامن A B, B 6، , K E او C په ګډون د مګنیزیم، فولیت، بیتاین آیرون، کلسیم، پوتاسیم، فولیک اسید، کاپر، پروتین، فاسفورس، زِنک، سولونیم، اومیګا۳، په درلودلو سره د ډیرو ګټورو خوړو له ډلې شمیرل کیږي. سبزیجات په تیره بیا پالک د بدن د ودې، نمو او د روغتیایي حالت د ښه کیدو لپاره تر ټولو اغیزمن خواړه دي، چې ځینې ګټې به یې دلته درسره شریکې کړو:
۱- پالک د هډوکو درد ښه کوي
روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې که د هډوکو له ناروغیو کړیږئ، یا مو هم پښتورګي درد کوي؛ نو د پالکو خوړل هیر نه کړئ؛ ځکه پالک د ویټامین k او کلسیم نه برخمن سابه دي او کولی شي ستاسو دغه رنځ درمان کړي.
۲- له سرطان سره مبارزه کوي
ډاکتران وايي چې د پالک له خوړولو انساني بدن کې ویټامن سي پیدا کيږي او انساني صحت ته ډېره ګټه لري. طبي کارپوهان وايي چې له سرطانه د ژغورنې مواد “ټينو انډز” په پالکو کې په پريمانه کچه موندل کيږي.
۳- له کم خونۍ مو ژغوري
هغه کسان چې د ویني له کمښت سره مخ دي کولی شي په تازه پالکو لږه مالګه واچوي او د تازه ترکارۍ په څیر یې وخوري، دغه چاره د میندوارو میرمنو لپاره هم ډېره ګټوره ده. دغه راز پالک د وینې سره کرویات له منځه وړي او تر څنګ یې د دې خوړو په مټ د وینې کولسټرول هم کنترول کړئ.
۴- د دغه ناروغيو په دفاع کې مرسته کوي
پالک د وچې ټوخلې د له منځه وړلو، د سترګو د نظر د زیاتوالي او د اعصابو د قوت لپاره هم مفید درمل دي، د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي، د وينې فشار کموي، پوستکی روښانه ساتي، د بدن دفاعي سیستم پياوړى کوي.




نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ