افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند

پکتیکا کې ۲۴۰ سړې خونې او زیرمتونونه جوړیږي

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د پکتیکا په ولایت کې د ۱۸۵ میلیونه او ۷۶۷ زره او ۱۶۹ افغانیو په لګښت د ۲۶۰ نویو کرنیزو پروژو چارې پرون ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د کرنې وزارت وایي، په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی.

هغه وویل:

«په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ۲۶۰ پروژې پلي کيږي.»

جوړیدونکې خونې

چارواکي وايي په دې سره به د بزګرانو ډیرې ستونزې حل شي

حقیار زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۳۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۲۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي، چې د پکتیکا د مرکز په ګډون ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې پلي کیږي.

د پکتیکا د کرنې رییس وویل:

«په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.»

د کرنیزو محصولاتو خوندیتوب

په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شیر پادشاه اورګونی د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.

په دې پروژو کې ۱۰سلنه ونډه د کروندګرو او ۹۰ سلنه د دولت له لورې ورکول کیږي

ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ