د پکتیکا ښوونکو ته شېدې ورکوونکې غواوې ورکړل شوې

خبر: بشر درویش

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي ملاتړ او افغانانو لپاره د مرستود همغږۍ موسسې «COAR» په همکارۍ د دې ولایت پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې وېشلي دي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شیدې ورکوونکې غواوې ددې ولایت په ۲۶ بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ سیمه‌ییزو ښوونځیو  پر ۵۲ اړمنو ښوونکو د دوی د کورنیو اقتصادې ودې په موخه وېشل شوي دي.

سرچینې ویلي چې له دغو مرستو څخه برخمن شوې ښوونکي تر دې مخکې د مالدارۍ او حفظ‌الصحې په برخه کې روزل شوې هم دي.
یاد وزارت زیاته کړې ده چې ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ