ولسمشرد پکتیکا محصلینو او استادانو ته؛ فولکلوري ادبیات د تاریخ او ملت پېژندنې سند دی

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمداشرف غني د پکتیکا ولایت استادانو او محصلینو ته د افغاني کلتور پېژندنې، فولکلور پوهنې او ارزښت په اړه  ټلیفوني وینا وکړه.
ښاغلي غني ددې وینا په ترڅ کې وویل؛ د افغاني کلتور او فولکلور پېژندنې لوړ ماخذونه ولس، د دوی څلي، نرخونه، تیږه او هغه بنسټونه دي چې ولس پر ې راټولېږي او دا یوازې د دوی د ذهن او تجربو زېږنده دي.
نوموړي زیاته کړه:

«تیږه ایښودنه په افغاني فرهنګ او فولکلور کې د وینې بندېدو اساس دی، ځکه لویې شخړې له تیږې ایښودنې سره هوارې شوي. د فولکلوري زېرمو د پیاوړتیا او خوندیتوب لپاره به دولت لازمه همکاري وکړي.»

پکتیکا او د تاریخ لوی فصل


هغه د پکتیکا فولکلوري او کلتوري زېرمو ته په اشارې وویل، پکتیکا د تاریخ یو لوی فصل دی. ګومل  د سلطان محمود غزنوي د لښکرو لار وه چې په افغاني فولکلور کې یې څرګنده یادونه شوې. د پکتیکا ولسونه ، قومي مخور او محصلین دې دغه پانګه راټوله او وڅېړي. دا زموږ د تاریخ عظیمه برخه ده .
ارګ د ښاغلي غني له خولې څرګنده کړې:

«فولکلوري ادبیات زموږ د تاریخ او ملت پېژندنې سند دی، که همداسې پاتې شي، هېرېږي او ورو ورو له منځه ځي. د لوګر د سلطان صاحب فولکلوري او کلتوري روایت تر ډېره زموږ له خلکو سره خوندي و، خو اوس له دغه ارزښت څخه موږ ته یوازې یو څو بیته راپاتې دي.»

محمداشرف غني وویل، د ختیځ پوهانو په څېر دې چې د افغاني او په تېره د پښتني فولکلور ټولونې لپاره یې کار کاوه، زموږ محصلین او ولسي مشران دغه عظیمه پانګه او ارزښتونه راټول کړي.

ژمنه

هغه زیاته کړه، زموږ ټولنه د فکر روښانه طریقه لري. افغاني ټولنه افراطي نه، بلکې د عزت ټولنه ده، د هر چا عزت او درناوی په کې خوندي دی.
جمهوررئیس د فولکلور ارزښت ته په اشارې وویل، دغه پانګه د ژبې د بډاینې لپاره ارزښتمنه ده. ژبه د هویت او وحدت سمبول، د تمدن نښه او د همغږۍ وسیله ده، همدغو ارزښتونو ساتلې او پاللې.
همدارنګه یې د پکتیکا پوهنتون استادانو او محصلینو ته په خطاب کې وویل، د دغې عظیمې برخې راټولول پر تاسو او خپرول پر ما.
ارګ ویلي؛ د پکتیکا پوهنتون رئیس علي جان عادل د یاد پوهنتون محصلینو او استادانو ته د جمهوررئیس د لارښودې وینا او د هغه په لارښوونه په پکتیکا پوهنتون کې د دوه پوهنځیو د ایجاد مننه وکړه او همدارنګه یې د پکتیکا پوهنتون ودانۍ جوړولو ته د جمهوررئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ