مارچ 8, 2021

د اقتصادي پياوړتیا هڅې؛ د پکتیکا د بزګرانو او بڼوالو ترمنځ  ۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

Advertisements

راپور: بشر درویش
پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۳۹ پروژو تړونونه نن د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د پکتیکا ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ننني هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او ددې ولایت په یوسف خېل او یحی خېلو ولسوالیو کې د نږدې ۱۹ میلیونه او ۳۴۸ زره او ۹۴۵ افغانیو په ارزښت ۳۹ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول شامل دي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.

ویل شوي؛ دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

بزګرانو سره مرسته

ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي.
دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.

سرچینه وايي، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت دغه پروژې په داسې حال کې پلی کیږي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کاروبار کچه ټېټه شوې ده، خو د کرنې وزارت د یادو پروژ پلي کېدو سره، چې بڼوالو او بزګرانو ته په کې بنسټیز زېربناوې جوړیږي، په کلیو او بانډو کې تر یوه کچه د اوزګارتیا ستونزه هواره کړې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ