پکتیا کې واټر شیډ جوړول؛ د بیلایبلو میوو او بوټو تخمونه کرل کیږي

راپور: بشر درویش
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د میرزکې ولسوالۍ د جنت ګل اډې کلي په غرنۍ سیمه کې د واټرشیډ جوړولو عملي چارې پیل شوي دي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د میرزې ولسوال محمد حکیم وزیري، د کرنې ریاست استازي او یوشمېر سیمه ییز چارواکي شتون درلود.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد واټر شیډ، چې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر له خوا په ۴۱ هکټاره ځمکه کې جوړیږي، په کې ټرینجونه او واړه چکډمونو جوړول شامل دي.

د کرنې وزارت خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ ددې ترڅنګ ددې پروژې له لارې به په یاده سیمه کې د مېوه لرونکو ونو ۸۰۰ نیالګي کېنول شي، دغه ارز د رشقې ۵۰ کیلو، د شاخلو ۵۰ کیلو او د زېرې لس کیلو تخمونه او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو او بې مېوو ونو تخمونه هم وکرل شي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې په پار د مثمر اوغیر مثمرو نیالګیو نیم جریبه قوریه هم جوړیږي.
سرچینه زیاتوي؛ د یاد واټرشیډ د منظم خوړوبولو په پار په لمریز برېښنا سمبال د اوبو یوه زېرمه هم جوړیږي تر څو اړونده سیمې خوړوبه کړي.
وی شوي؛ ددې پروژې په پلي کولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابریږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.