د پاکستان PSL لیګ کې جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو تېره شپه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه.

یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې پېښور زلمي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او په ۴۷ منډو توپیر یې ماته وخوړه.

په دې سره ملتان سلطانز لوبډلې د لومړي ځل لپاره په یاد لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه.

بل پلوه بیا پېښور زلمي لوبډلې څلور ځلې پایلوبې ته ځان رسولی، چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې توانېدلې، چې لومړی مقام وګټي، خو پاته نور درې ځلې یې بیا دویم مقام ګټلی.

دا د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو و، چې په لومړي پړاو کې اسلام اباد، دویم پړاو کې پېښور زلمي، په درېیم پړاو کې اسلام اباد، څلورم پړاو کې کویټه ګلډیټرز، پنځم پړاو کې کراچي کینګز او شپږم پړاو کې بیا ملتان سلطانز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

 

 

ددې لیګ جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

 

۱ـ د پایلوبې غوره لوبغاړی د ملتان سلطانز شان مقصود وټاکل شو او ۷ لکه او ۵۰ زره کالداري ورکړل شوې.

۲ـ د لیګ غوره ویکټ ساتونکی د ملتان سلطانز لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان وټاکل شو او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

۳ـ د لیګ غوره ډګر ساتونکی د ملتان سلطانز لوبدلې افتخار احمد وټاکل شو او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

۴ـ د لیګ ترټولو غوره توپ‌اچونکی د ملتان سلطانز لوبډلې شهنواز تڼي وټاکل او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

۵ـ د ټول لیګ غوره لوبغاړی د ملتان سلطانز لوبډلې شان مقصود وټاکل شو او ۳۰ لکه کالداري ورکړل شوې.

۶ـ د سیالیو غوره توپوهونکی د ملتان سلطانز لوبدلې شان مقصود وټاکل شو او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ